پښتو ادب · شاعران
آمنه فنا
د آمنه فنا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
34 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
آمنه فنا
وې جنګ دې ومري،اخ زه ستا د سترګو جنګ پسې مرم
تا پسې مرمه، ستا د مینې، مَی او بنګ پسې مرم
که شمال کړي په ما احسان، نو وږم ستا دې راوړي
زه نه ګلاب پسې مرم، نه په تور لونګ پسې مرم
ما دې له غیږې نه قربان کړل جنتونه عدن
زه د آدم لور یمه، غېږ د غنمرنګ پسې مرم
زما سندرې مړي دي، مستې قلندرې مړي دي
زه مې د خپلې شاعرۍ مهین آهنګ پسې مرم
زه دې په مینه کې فنا، او ته له ما یې فنا
داسې ژوندون شه مړ، چې زه پکې ستا څنګ پسې مرم
!ته مې یادېږېبشپړ شعر ولولئ
!ته مې یادېږې
آمنه فنا
ته مې یادېږې
ورکه لالیه!
تا ورکه ورکه
کړم لیونیه
ته مې یادېږې
که ژوند سپرلی وي
که ورژېږي
که لمر راويښ وي
که ویده کېږي
ته مې یادېږې
که توره شپه وي
که سپوږمۍ موسکه
که مهین ستوري
راته ځلېږي
ته مې یادېږې
زړه مې خوږيږي
درد مې له سترګو
راوڅڅېږي
روح مې د هجر
په اور سوزیږي
یاد دې پیروته
رانه تاويږي
ته مې یادېږې
دوه مرغي ګورم
یو ځای الوتې
زمونږه وزرې
دام کې نښتې
نه زه درتلی شم
نه ته راتلی شې
نه دې ليدلي شم
نه مې لیدای شې
ته مې یادېږې
وایه څه وکړم؟
څنګه دې زړه کړم؟
ته نه هېریږې
نه پردی کېږې
نه مې خپلېږې
ته مې یادېږې
ته مې یادېږې
***************************************
یادبشپړ شعر ولولئ
یاد
آمنه فنا
هېر مې نه یې، هېر مې نه یې
که مې یاد یې، خو بس ته یې
که دې جسم رانه لرې
ستا اروا زما ملګرې
تر ابده مې لالی یې
ته زما د زړه، زړګی یې
په خوبونو کې دې وینم
په شعرونو کې دې وینم
ته دا مه ګڼه زړګيه
چې ته لاړې
ته به هېر شې
دا سکروټه به ایرې شي
او ایرې به یې نری شمال فنا کړي…
***************************************
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
آمنه فنا
په نڅا تللې ومه، بېرته په نڅا راځمه
زه د غزلو مستانه دنیا ته بیا راځمه
مه مرې زما د لېونتوب او یاغيتوب احساسه
زه به دا ستا وجود ته نوې نوې سا راځمه
زه به شرنګېږمه مدام لکه پاولي لالیه
زه به کمیس د ناوېتوب ته په شرنګا راځمه
ما زلفې لنډې کړلې، ما اندېښنې شاته کړلې
زه د ژوندون په لاره نوره لکه ورا راځمه
هېڅ یو طوفان مې د راتګ مخه نيولی نه شي
په توره شپه کې به زه پړکنده برېښنا راځمه
لمدې مچکې به مې ویښ کړي خوبولی سرود
شوخه سندره به پر شونډو د چپتیا راځمه
یو ځل راغلې یمه، یو ځلي که لاړم، لاړم
چیرته ممکنه ده چې بېرته به فنا راځمه
***************************************
!سمندرهبشپړ شعر ولولئ
!سمندره
آمنه فنا
سمندره! څه په شور او شرنګ روان یې
سمندره! څه یاغي ملنګ روان یې
سمندره! لږ راتم شه غږ مې واوره
سمندره! د زخمونو ځوږ مې واوره
سمندره! له رڼې موسکا دې جار شم
سمندره! له لمدې رڼا دې جار شم
سمندره! ما مې درد تاته راوړی
سمندره! ژوند زما پر اوږو مړی
سمندره! سندرماره بې سندروو
سمندره! زړه مې ډک له غم ډبرو
سمندره! په ارمان مې لمبې پورې
سمندره! په لمدو سترګو راګورې
سمندره!روح مې تندې نه هلاک دی
سمندره! زما زړه د غم خوراک دی
سمندره! چې مې وینې داسې نه یم
سمندره! زه د اور غیږ کې اوبه یم
سمندره! زما مړ ژوند نه خوښيږي
سمندره! غواړم روح مې وشرنګیږي
سمندره! ما دې شور کې در فنا کړه
سمندره! ماته نوې نغمې راکړه
***************************************
زما زړهبشپړ شعر ولولئ
زما زړه
آمنه فنا
زړه مې بل ډول داغلی
مودې وشوې، زړه مې غلی
مودې وشوې، زړه مې بل ډول داغلی
مودې وشوې، زړه مې هېڅ نه راته وایي
مودې وشوې، زړه رمې د غمو پیایي
مودې وشوې، زړه مې درد په زړه کې ساتي
مودې وشوې، زړه مې نه کړي فریادونه
نه کوي راته خبرې
ترېنه هېرې دي سندرې
ته وای مړ دی، یا ګونګی دی
نه په حال، نه لیونی دی
اخی مات لکه بنګړی دی
سر یې ایښی پر زنګون دی
زما نارې نه اوري کوڼ دی
له اور سرې سلګۍ یې اورم
دا ماشوم چا مرور دی؟
چې وړې سلګۍ یې اورم
زه حیرانه ورته ناسته
دلاسه به یې په څه کړم
د کوم درد یې درمان وکړم
مودې وشوې زړه مې غلی
مودې وشوې زړه مې بل ډول داغلی
بې غزلو بې نغموو یم
بې سندرو بې ټپوو یم
ژوند مې شور او شرنګ بايللی
هدیره کې د بنګړو یم
مړوندونه مې دي مړي
احساسات مې اوبو وړي
خپل وجود کې زنداني یم
وزر ماتې او زخمي یم
وایم کاش چې دا یو خوب وي
ما وطن نه وي بايللی
روح مې تن نه وي بايللی
زه دې نه وم بې رنګونوو
بې سپرلیوو بې ګلونوو
ماپسې دې نه وي بندې
د رڼا دروازې سپینې
خدایه ته خو مې حال وینې
ښونځي کې دې زما پر څوکۍ ګرد نه وي پرېوتی
زما صنف دې پوهنتون کې خالي نه وي
زه دې نه ومه، په نه جرم محکومه
زه دې نه ومه، د ژوند له حق محرومه
زما زړه دې دومره مات او ما یوس نه وي
زما زړه دې لکه ګل په غوړېده وي…
***************************************
ارمانبشپړ شعر ولولئ
ارمان
آمنه فنا
کاشکې شعر مې
لکه ستا لمرین نظر وای
ځلېدونکی
موسېدونکی
توری توری یې
ستا دوو ګور ګورو سترګو
غوندې خوږ وای
کاشکې شعر مې
لکه ستا بې جوړې حسن
زه یې روغه لېونۍ وای
ستا د روح په لمن
اوښکه اوښکه توی وای
لکه حس د میینتوب وای
کاشکې شعر مې
وږم ستا د غیږ لرلی
ستا د ګل مخ،
ستا د ټڼډې،
د خولو په شبنم لوند وای
کاشکې شعر مې
لکه ستا سمندر زړه وای
موسیقي یې
لکه ستا د زړه درزا وای
په رګ رګ کې یې روانه
د خوږې مینې رڼا وای
کاشکې شعر مې
لکه ستا لمړی دیدن وای
کیفیت یې
نا آشنا وای
لکه ستا پسته اروا وای
روح او زړه مې ورمیین وای
کاشکې شعر مې
لکه ستا کوثري غږ وای
ما په لپو لپو څښلی
سپېره خیال کې مې
جنت راټوکېدلی
کاشکې شعر مې
لکه ستا تاوده لاسونه
له کنګل وجود نه تاو وای
زه یې غیږ کې
له پاڼه رپېدلی
کاشکې شعر مې
لکه ستا غرقې مچکې
ستا خبرې مرغلرې
زما غاړه کې امېل وای
خوشبويي یې د لونګو
له ټټر زما ختلی
کاشکې شعر مې
کاشکې شعر مې
لکه ته وای ته وای ته وای
او میین پرې زما زړه وای
***************************************
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
آمنه فنا
یو زړه غواړي چې مات کړمه، ځنځیر د رواجونو
پروا نوره ونه کړمه، د پیر د رواجونو
همدغو سر خوړلو مې خوړلي ارمانونه
پر ذهن مې تل خور وي تور تصویر د رواجونو
محرومه یم له حق نه چې خالق راکړی دی
برباد مې عمر تېر شي ټول په ویر د رواجونو
د ژوند د لارې مل به مې وي هغه وخت اتل
چې هیلې مې ونه وژني په تیر د رواجونو
فنا به خود له تانه بېرته پاتې وي لاليه
چې مات یې وزرونه، ژوند اسير د رواجونو
رڼې هیلېبشپړ شعر ولولئ
رڼې هیلې
آمنه فنا
نوره نه غواړم زړګيه
د تیارې کوټې په کونج کې
غلې ملې ګنهګارې غوندې کښېنم
دېوالو سره وژاړم
تور ټیکری مې هدیره وي
د شهیدو سپینو اوښکو
نوره نه غواړم زړګيه
د وطن د مرغۍ ځاله مې شي ړنګه
یا یې څوک په مېږتون باندې پښه کېږدي
د جګړې وحشي طوفان مو
سره ګلونه را خزان کړي
بلبلان ترېنه روان کړي
نوره نه غواړم زړګیه
چې رڼې هیلې مې وژني
تور قاتل ته یې موسکۍ شمه له ډاره
یا هم ودرېږم
یا یو قدم په شا شم
زما ډېر مزل په مخکې
هسې نه چې وارخطا شم
ژوند مې ورغوځي له لاسه
ماته ماته شم فنا شم
غواړم بېرته راژوندۍشم
غواړم والوزم مرغۍ شم
وزر ووهم په دنګو دنګو غرونو
ننداره وکړم د ټولو ښايستونو
نغمې ووایم د عشق د کیفیتونو
غواړم بېرته زړه ودان کړم
جوړ په مینه مینه مینه
خپل شیرین افغانستان کړم
—————————————————————————————————–
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
آمنه فنا
په اننګو کې مې د مینې موسکا ونڅوه
د نغمو ناوې ته دې نن شپه نڅا ونڅوه
لکه سُر شوې سرینده غېږې ته راشه په ناز
زما په رګ رګ کې مهینه نوا ونڅوه
راشه ښکالو د قدمونو دې د ژوند موسیقي
راشه سندره مې کړه، ژوند راته بیا ونڅوه
د پاولیدار کمیس لمن مې په اتڼ ګډه کړه
پاس په ټټر مې لونګینه هوا ونڅوه
قدم د عشق په دښته کېږده،لار د کرکې پرېږده
په کایناتو کې میینه اروا ونڅوه
د محبت څراغه! مرګ مې دې ړومبی وي درنه
په شیشه ګۍ کې دې رنځوره رڼا ونڅوه
له ما نه مه اخله زما یاغي باغي خویونه
په مستو سترګو کې مې مسته ګنا ونڅوه
فنا لفظونه د غزل دې داسې وشرنګوه
روغ ليوني کړه، ورته شیخ او ملا ونڅوه