افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
!ته مې یادېږې
ته مې یادېږې
ورکه لالیه!
تا ورکه ورکه
کړم لیونیه
ته مې یادېږې
که ژوند سپرلی وي
که ورژېږي
که لمر راويښ وي
که ویده کېږي
ته مې یادېږې
که توره شپه وي
که سپوږمۍ موسکه
که مهین ستوري
راته ځلېږي
ته مې یادېږې
زړه مې خوږيږي
درد مې له سترګو
راوڅڅېږي
روح مې د هجر
په اور سوزیږي
یاد دې پیروته
رانه تاويږي
ته مې یادېږې
دوه مرغي ګورم
یو ځای الوتې
زمونږه وزرې
دام کې نښتې
نه زه درتلی شم
نه ته راتلی شې
نه دې ليدلي شم
نه مې لیدای شې
ته مې یادېږې
وایه څه وکړم؟
څنګه دې زړه کړم؟
ته نه هېریږې
نه پردی کېږې
نه مې خپلېږې
ته مې یادېږې
ته مې یادېږې
***************************************