د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالوکیل متین

د عبدالوکیل متین پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

د مرحوم “ګيله من” په ياد- مرثيهبشپړ شعر ولولئ

د مرحوم “ګيله من” په ياد- مرثيه

عبدالوکیل متین

عاشق د خاورې د ملت د ميرويس خان شهيد شو

پيرو د لار د خپلواکۍ د احمد خان شهيد شو

د پښتنو د بڼ بلبل “حضرت نعيم ګيله من”

+ستر مبارز د ستر نهضت د ستر امان شهيد شو

چې ېې درې رنګه بيرغ تل په ولو خپور ګرځاوه

نن د همدې بيرغ په ننګ “نامتو افغان” شهيد شو
په ډېر تعظيم ېې ښکلوم د مور او پلار لاسونه

د يتيمانو ماشومانو ستر پلار جان شهيد شو
انسانان څه چې د اسمان ستوري په وير ګډ شوي

د لوی افغان په وياړ شهيد لوی قهرمان شهيد شو
د بشريت د حق غوښتونکي سر په لاس ګرځاوه

په ډال ټټر په افغان پت د خوشحال خان شهيد شو

چې ويښول ېې پښتانه تل د “غيرت” په چېغو

“انقلابي اواز” د لوی وزيرستان شهيد شو
چې ګرځېده ېې په رګونو کې افغانه وينه

له لوی ارمان سره د “لوی افغانستان” شهيد شو
چې وصيت ېې و کفن رنګين بيرغ د افغان

نن هماغه “افغان زلمی” “مرد ميدان” شهيد شو
لکه ښی لاس د پښتانه مشر “منظور پشتين”

نغمه سرا د دې پېړۍ د دې جهان شهيد شو
خدای دې نصيب کړي هر جنت د “ګيله من” مرحوم

بل به پيدا شي او که نه؟ نن داسې ځوان شهيد شو
جلاد انسان بل انسان وژني په پلمو متينه!

په بې رحمۍ هغه د هر چا خوږ جانان شهيد شو

— جولای – ۱۰ – ۲۰۲۴، منټيکا – کليفورنيا

تندهبشپړ شعر ولولئ

تنده

عبدالوکیل متین

نه شکوه شته له بدرنګو نه ګيله لرم له ښکلو

نه خفه يم له نصيبه نه خفه له نازولو
څوک چې کر د اغزو وکړي د غنمو په پټي کې

ستړی کېږي په پنډونو د اغزيو په رېبلو
د کونړ د سيند اوبه او انګور بوټي کوهدامن کې
نه مې تنده شوله ماته نه خمار شومه په ملو
زه چې هر څومره ښه وکړم ټول په بدو حسابېږي
خدای دې ورکه دشمني او هم دوستي کړي د مغلو
د ګلونو تخم وچ شو د بهار قافله تم شوه
معطر نه په ګلاب شوم نه سينګار شوم په سنبلو
ښکلې مه کوه خواري په ځان دا ښار دی بد ګمانه
تنداسه په شونډو مه وهه نه سترګې په کجلو
بې قدرۍ ده سلايي او رانجه مه ساته په جيب کې
مه ږده څڼو کې شنې پاڼې او ګلونه د سنځلو
د باروتو په زهرونو ستوني پرېوتل له برمه

نه چغار د عندليب شته نه سندرې د تنزرو
چېرته تمبل وهل کېږي چېرته ساندې او ويرونه
په يو خط درومي ډولۍ او جنازې د غمزپلو
پرېږده، پرېږده چې لبرېز وي تلاطم د زمانې کې

دا د مينې ډک زړګی مې، وخته! نه دی د وينځلو
ما متين د زړه په څړيکو وداع وکړه ورنه لاړم
که نه هغه کور د خټو نه و هېڅ د پرېښودلو

————– جنوري – ۱ – ۲۰۲۴
منټيکا – کليفورنيا

لوټ شوې دنيابشپړ شعر ولولئ

لوټ شوې دنيا

عبدالوکیل متین

وړه غوندې دنيا وه هغه هم ورانه ويجاړه

څه لوټ شوه څه د شومو هوسونو سره لاړه
بلبل د ګل له مخ نه ګل بېزار دی له بلبله

نه مينه شوله پاتې نه ياران غاړه په غاړه
د وخت سپېرو بادونو کړه ميره سمسور باغونه

کښېنې په وچو څانګو يا قارغه او يا خراړه
څوک ځان په زرو پلوري څوک ناموس ساتي په وينو

چا زار کړل له شاباس نه اخرت او دنيا دواړه
عظيم انسانيت شو بند په دام د سازشونو
فتنې د پردو خپلو چې يو ځای شوې سره واړه

حالات له غمه ډک دي نه جوړېږمه خندا ته

زړګی هم راته وايي ای متينه! ژاړه، ژاړه

—- جولآی – ۱۰ – ۲۰۰۶
منټيکا – کليفورنيا

!د کهکشان مالکهبشپړ شعر ولولئ

!د کهکشان مالکه

عبدالوکیل متین

ډېر اميدوار ستا د کرم يم د جهان مالکه!
د ټولې ځمکې، سيارو، هم د اسمان مالکه!

زما په ژوند د تاجدارانو تاج په ځمکه پرېووت
ته جاودان ېې، ته سلطان ېې ته سلطان مالکه!

ستا په اختيار هزاران ستوري خپل مدار کې ګرځي
ته ېې واکدار د کائنات ټول کهکشان مالکه!

ته مې قبوله سجده کړه له رکوع او له قيامه سره
رجوع مې تا ته ده د ژوند په هر يو آن مالکه!

ستا سلطنت کې ځان ته حق د شکوې نه ورکوم
ته ېې معمار زما د ژوند او هم د ځان مالکه!

ته ېې مالک، ته زمامدار ېې پاس د عرش د مقام
خوځښت د ماشو، لمر سپوږمۍ دی ستا په توان مالکه!

له نفرتونو ډک جهان کې ستا رحمت او ستا کرم لټوم
غواړم پناه له هر فساد د هر شېطان مالکه!

ما له لږ وس را چې خدمت ستا د مخلوق وکړمه
په بدن پټ کړه وږي، تږي بې وزلان مالکه!

زه دې راهست کړم له نېستۍ محفوظ دې وساتلم
د زړه درزا مې عبادت کړي ستا د شان مالکه!

شاکر بنده يم زه متين زور دې د قار نه لرم
محروم مې نه کړې ته رحيم ېې ته رحمان مالکه!

——————- اپرېل – ۱ – ۲۰۲۴
سنټرال ويلې – منټيکا – کليفورنيا

د نيمې پېړۍ دردبشپړ شعر ولولئ

د نيمې پېړۍ درد

عبدالوکیل متین

را به شې اختره! خو راټول به کوم ګرېوان کړې او که نه؟
راخلاص به مو د جهل له زندانه کوم افغان کړې او که نه؟

زما د قلم ژبه په پوښتنو عادت شوې خفه نه شې!
جواب به مې د “نيمې پېړۍ درد” په نوم عنوان کړې او که نه؟

زه نه وايم چې سيمې د رقيب ته مې ور نه شې چې رقيب دی
خو وايه! زما سيمه به ازاده له خزان کړې او که نه؟

زخمونه او دردونه دي بې حده او بې حده ناسور شوي
طبيب ېې او که نه ېې؟ کوم يو زخم به درمان کړې او که نه؟

مونږ اوس هم دمېږيانو په شان سوړه کې غنم دانو ته ناست يو
ډېر نه خو لږ به پوهه دا خوب وړي رهبران کړې او که نه؟

پېړۍ ده يوويشتمه خو د عصر له تعليم نه نجونې پاتې
وران فکر د دې بندو دروازو به نور ودان کړې او که نه؟

وطن کې مې د لوږې او د تندې افسانه لا پخوانۍ ده
رالنډه دا قصه به د عمران په يو باران کړې او که نه؟

نسلونه بې پښو او بې لاسونو ټول معيوب شو راته پاتې
د نيمې پېړۍ نسل به خاوند د دسترخوان کړې او که نه؟

رابه شې اختره! خو مغزو کې مو د پوهې يو شپېلی د اغجاز پوف کړه
قلم او له کتاب سره اشنا به هر يو ځوان کړې او که نه؟

د نيمې پېړۍ درد او جنګ جګړو نه د ملت زړونه تور شوي
سمسور به “سوله زار” کې زما ګران افغانستان کړې او که نه؟

کړه پاکه د پردو او کوربنيو له باروتو نه زما سپېڅلې خاوره
متين ته رشتيا ووايه! پوره به مې: د عمر دا ارمان کړې او که نه؟

——————– اپرېل – ۸ – ۲۰۲۴
منټيکا – کليفورنيا

وچه لمنبشپړ شعر ولولئ

وچه لمن

عبدالوکیل متین

دا زړه راځنې واخلۍ دې ګوګل کې نه ځاېېږي
حباب غوندې به وچوي سمندر کې نه ډوبېږي

د کوم يو ګل په مخ باندې مې زړه ته تسل ورکړم
ته يو ېې دوی بې شمېره په ګلشن کې زرغونېږي

تنها مې پرېږدۍ خلکو چې د هجر لار کړم لنډه
د يار له کوڅې ځم خو زړه مې بېرته راستنېږي

لوټمارو د پېړۍ مې کړه د ستوني لاره بنده
که چېغې د مظلوم زړه مې اسمان ته نه رسېږي

ګرېوان کې مې رود جوړ شو خو لمن مې ده لا وچه
باران زما د ورېځ دی خو د بل په بڼ ورېږي

له ژونده د متين سره روان دی لکه سيوری
کميس نه دی چې زوړ شي ياره! غم دې نه زړېږي

—————- اګسټ – ۲۰۰۴
سنټرال ويلې – کليفورنيا

ماته بېړۍبشپړ شعر ولولئ

ماته بېړۍ

عبدالوکیل متین

تصوير د تصور کې دې اسمان پورې رسېږم
چې شمېرم دې خالونه کهکشان پورې رسېږم

کاسه په لاس ځنځير د ميخانې په در وهمه
وزرو د خمار کې مې جانان پورې رسېږم

رقيبه! څيروم دې نن ګرېوان او لمن دواړه
بيا خدای خبر چې کله ستا ګرېوان پورې رسېږم

د وينو ډک زړګی به درته ځوړند په دېوال کړم
يو ځل خو به درشل ستا د مکان پورې رسېږم

سراب مې ستا د سترګو سمندر ځان سره واخلي
په دې ماته بېړۍ مې تر ارمان پورې رسېږم

کاروان د خواږه عمر ما پرېږدي او بې صبري کړي
کړه منډو مې سا تنګه خو څاروان پورې رسېږم

قطرو د زړه د وينو مې کړه لار راپسې جوړه
صياد هم راپسې دی څو درمان پورې رسېږم

د نن پنجرې به پاتې شي د نن په افسانو کې
له ماتو دروازو مې ارغوان پورې رسېږم

فطرت د سپېڅلتيا به مې په خاورو کې پټ نه شي
يو نور د يوسف مخي يم کنعان پورې رسېږم

اټک نه تر آمو پورې يو شور د اباسين يم
متينه! له هراته تر واخان پورې رسېږم
—————-
جنوري – ۲۰۰۳
کليفورنيا

ای! تا ته وايمبشپړ شعر ولولئ

ای! تا ته وايم

عبدالوکیل متین

ای! تاته وایم!

يو ځواب خو مې بس دغه ژړغوني سوال ته راکړه!

چې ګناه د دې زخمي او دغه مړه ماشوم به څه وي؟؟
نه ټوپک لري په لاس کې نه ېې چل باندې پوهېږي

وسله نه لري!!! ګناه د دې بشر معصوم به څه وي؟؟
خړو خاورو کې په وينو کې لت پت معصوم بدن ېې

اخ! ګناه د دې معصوم او بې ګناه مظلوم به څه وي؟؟
نه ېې مور او پلار ژوندي دي نه ېې خويندې ورونه پاتې

نو، ګناه د دې بې پلاره او بې مور محکوم به څه وي؟؟
زور د حق په مرۍ ښپه ږدي چېغه نه وزي له ستوني

په دې شهر ناپرسان کې نامعلوم، معلوم به څه وي؟؟
هيڅوک نه شته چې لينده او غشي واخلي له صياد نه

د صيد د سا وتو د تماشې مفهوم به څه وي؟؟
د ظالم ذهرجن زړه کې وينه نه شته ای متينه!

ای!، ای! غږ ورته کومه چې د دغو ستمګرو نوم به څه وي؟؟

——— اکتوبر – ۱۳ – ۲۰۲۳
منټيکا – کليفورنيا

د هرات غميزهبشپړ شعر ولولئ

د هرات غميزه

عبدالوکیل متین

ستا په درد باندې دردمن يمه زما ګرانه هراته!

په جټکو د زلزلو باندې زما ورانه هراته!

ماشومان، سړي او ښځې لوټو ګټو لاندې ښخ دي

په دې غم کې دې غمجن يمه زما ځانه هراته!
يو بې روحه شان کالبوت شم چې دې هر بې روحه وينم

زما روح، زما وطنه، زما ژوند، جانه هراته!
افغانان درباندې ژاړي تا چې لوټې، لوټې ويني

د تاريخ لويه يادګاره! د ملت خانه هراته!
د افغان د تاريخ ښاره! په دې حال مې پېرزو نه ېې

د هر چا د محبت او د الفت کانه هراته!
منارونه د تاريخ دې ستا اباد وي تل تر تله

زه متين درباندې وياړم د هېواد شانه هراته!

———-
اکتوبر – ۹ – ۲۰۲۳
منټيکا – کليفورنيا