پښتو ادب · شاعران
ډاکتر حسن- لندن
د ډاکتر حسن- لندن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
54 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر حسن- لندن
ته چې لاړ شې په ما جوړلکه محشر شي
روح او تن مې یو له بل نه مرورشي
ولولې دمحبت مې که سړې شوې
پیغلتوب به دې دژمي مازدیګر شي
لاس ګروان يې پرې
حیا اومحبت وي
اننګي يې ځکه سره دجنګ ډګر شي
په داغونو کې دزړه به دې راټول کړم
دم ختلي
مې حواس ستا په نظر شي
بس ده پړنګ به په ژړا شم دیار خیاله
مسافر ته خو وړه خبره غرشي
ترې نه تاو کړم څادر دتړمو اوښکو
چې مې اور دبیلتون بل دزړه په سر شي
لټپلاندې ټوله شپه لکه لوګی یم
سرې لمبې دمحبت راته بستر شي
نن مې درد دزړه میلمه دی خبر نه یم
چې سبا
به يې پړاو دچا پرهر شي
په لمبو دمحبت کې مې در پټ کړه
چې هر داغ مې دزړګي لکه شرر شي
اسویلي به طو فاني کړمه (حسنه)
چې موجونه دښکلا يې راخبر شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر حسن- لندن
ستادعشق دمیکدې میخورپیدا شو
چې په حسن کې دې دومره زور پیداشو
زه به مړ یمه په قبر مې نارې کړئ
چې بې کوره پښتنو ته کور پیدا شو
بې وسۍ چې دزړښت څومره خاموش کړم
هومره زیات مې په جذبو کې شور پیدا شو
نوري مه څڅوه یاره پرې ستي شوم
د سرو اوښکو له قطرو دې اور پیدا شو
که هر څو مې زړه د عمر څپو وخوړ
لکه می پکې یو نوی زورپیدا شو
ګوره پام چې پیښیمانه باندې نه شې
غم دې څه وزما دغم غمخور پیداشو
چې دنیا اوس ورته سپینه سپینه ښکاري
د (حسن) دړندوسترګو تور
پیدا شو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر حسن- لندن
ډکې لپې له سولګو تر یزدان یوسي
نور بې وزله لاس دچا تر ګریوان یوسي
فلسفه بس دانسان دهستۍ داده
له ارمانه سره راشي ارمان یوسي
مزدور بار تش په ګردونو کور ته
ستون شي
سره غنم له درمندونو خانان یوسي
دوران ملک مو پخوي تش سړکونه
چې په شوبلو کې هر ګوټ ته
لیوان یوسي
خوله مې مه ګنډه ظالمه نا خبره
خاموشي به مې ارام د اسمان یوسي
څوک دې نشته دخواله ( ح
سنه) ژاړه
ګوندي غم درنه داوښکو باران یوسي
افغانستان خوځان ایري کړو ورتهبشپړ شعر ولولئ
افغانستان خوځان ایري کړو ورته
ډاکتر حسن- لندن
له سرې لمبې نه پتنګان څه غواړي
خدایزده له ژونده چې انسان څه غواړي
مونږ ورته جوړه ګردله کړه دجنګ
نوردا ناشکره شرمخان
څه غواړي
ځان غولو چې ملامت به يې کړي
خو له حیوان نه به وجدان څه غواړي
پرې پټوي
دګناهونو څیرې
پوه شوم له ږیرو نه شیخان څه غواړي
ځه کنډوالو ته تا انسان نه ګڼي
له
ودانیو نه پیریان څه غواړي
افغانستان خوځان ایري کړو ورته
نه یم خبر چې ترې جهان څه غواړي
(حسنه ) مه یادوه تیرې کیسې
له تیر تاریخ نه افغانان څه غواړي
جام د اوښکوبشپړ شعر ولولئ
جام د اوښکو
ډاکتر حسن- لندن
رانه غوښت يې جام داوښکو ، هرنفس دزندګي مې
اوس چې پوخ شومه په غم کې دکباب غوندې له تندې
دروان دریاب په غولې ، هستو ګنه به زه څه کړم
چې مې زړه چوي (ح
سنه) دحباب غوندې له تندې
دپښتو خبرېبشپړ شعر ولولئ
دپښتو خبرې
ډاکتر حسن- لندن
راشه غیږه راکړه دپښتو خبرې پریږده نور
جنګ دمحبت کې دجرګو خبرې
پریږده نور
مه نغاړه په رم کې هوسۍ خویه دا اوږده صحرا
زړه ته مې چې راغلې بیا دتلو خبرې پریږده نور
راشه په مچکو به دزړونو غوټې وسپړو
نن زمونږه شپه ده دپردو خبرې پریږده نور
ویلي مې تیارې کړه دالفت ډیوې راټیټه شه
غیږه مې پانوس ده دلمبو خبرې پریږده نور
شپول کې يې در پټ کړه سپوږمۍمخې خپل مین (حسن )
بس ده داوزګارو دکوڅو خبرې پریږده نور
دلیونتوب سودابشپړ شعر ولولئ
دلیونتوب سودا
ډاکتر حسن- لندن
په لیونتوب مې دسودا غوندې خوره وره شوې
دعشق په دښته دلیلا
غوندې خوره وره شوې
ما لا حواس ستا تماشې ته رابللي نه وو
ته مې په رګ رګ کې ارواغوندې خوره وره شوې
زه په صحرا د اندیښنوکې جل وهلی پروت وم
ته مې دزړه په جام مینا غوندې خوره وره شوې
شپه مې دنور په سم
ندر کې لمبیدله بیګا
چې مې په غیږ کې دسباغوندې خوره وره شوې
ما دې چې زلفې تخنولې لکه ګل دراڼۍ
په توره شپه
کې دهواغوندې خوره وره شوې
ما چې غزل ته له احساس نه غزل توري تراشل
ته پرې له روح نه دمعناغوندې خوره وره
شوې
چا له ( حسن)نه وپوښتل چې ته مین په چا ئي
ته يې په شونډودمسکا غوندې خوره وره شوې
منصورمونږ پښتانهبشپړ شعر ولولئ
منصورمونږ پښتانه
ډاکتر حسن- لندن
مونږ دیو بل نه انتقام وخوړو
دخوشحال خان غوندي بهرام وخوړو
لکه منصورمونږ پښتانه، قاتله
په دار دې بند نه ؤ الزام وخوړو
یولا په بریت بل لاس وهي په ږیره
مونږ يې په کفر او اسلام وخوړو
په کورني جنګ يې کړو وږي لومړی
په څو دانو يې بیا په دام
وخوړو
له ورکو خلکو کړو د لارې تپوس
دبې موخې مزل انجام وخوړو
ور سره کړه مو دکوترو ژبه
چې دې
بازانو په خپل بام وخوړو
مسلک يې دادی چې مسلک نه لري
ترجمانانو او ډاټ کام وخوړو
بیا چې دچا راباندي
خولې ماتوي؟
تیر ځل يې غچ مونږ دویتنام وخوړو
دپنجرې چرګ تر چاړه وه رسي
مونږ قفسونو دباګرام
وخوړو
ولې به مونږبل ترګړېوان رانیسو
خپلې خندا لکه بادام وخوړو
اسلام او کفر زمونږ ګنا کله وه
بس
پښتانه ؤتش خپل نام وخوړو
له تا يې هم هیر کړدمینې غزل
مونږ هم (حسنه )ستا کلام وخوړو
خلیلي جذبهبشپړ شعر ولولئ
خلیلي جذبه
ډاکتر حسن- لندن
زمونږ هسې دیوبل سره سیالي وه
دخوشبوغوندي روانه خوشحالي وه
ما دهرارمان په ستوني چاړه کیښوه
چې جذ به د محبت مې خلیلي وه
یا په دې بازار کې هغه
جوهر نه ؤ
یا سکه زما په ګوتوکې جالي وه
د افغان د غیرت هغه شمال څه شو
چې رپانده پرې شمله
دابدلي وه
ستا په زلفوکې تندي مې نظرغوڅ کړ
که دشپې په لاس کې توره هلالي وه
چې دوخت څپو بدله کړه ښکاره
شوه
چې داسیمه دالفت هم ساحلي وه
یا خودا چې حقیقت دمجاز نوم دی
یا زما دشعر دنیا ټوله خیالي
وه
هرچالپې ډکولې چپاول ؤ
زه چې راغلم د ازل لمن خالي وه
اوس مې
ستا اوربل په ګل هم پیرزو نه شي
زما په زړه کې دومره کله بخیلي وه
پړک يې ستا په ائینه مخ کې راڅرګند شو
کنه مینه د(حسن)خو ازلي وه
دحنا رنګبشپړ شعر ولولئ
دحنا رنګ
ډاکتر حسن- لندن
دحنا رنګ
تله خوشاته یې کتل داسې ښکاریږي
چې په رمز د محبت باندي پوهیږي
چې دې اوښکې په رخسار راشي حیران یم
چې دا اور په اوبو ولې نه مړکیږي
وږمې زمونږ په تماشو کې مشغولا کړي
د ګلاب ځکه په مخ اوښکې بهیږي
دتا رنګ دحنا والوت له منګولو
زما دلاس دغربت کرښې نه ورانیږي
ستا په لار دتغافل به زړه ته درشم
خلک ټول په کږو لارو غره ته خیږي
محبت ته مې بل جام راوړه فطر ته
دفلک پیا له شوه ډکه ترې تویږي
زه ګردی سمندر ځای کړم په یوه شعرکې
خلک وائي په کوزه کې نه ځایږي
چې خوري کړي په سپین مخ رلفې ، بیا ورشه
غلا په سپینه ورځ (حسنه) کله کیږي