افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ستادعشق دمیکدې میخورپیدا شو
چې په حسن کې دې دومره زور پیداشو
زه به مړ یمه په قبر مې نارې کړئ
چې بې کوره پښتنو ته کور پیدا شو
بې وسۍ چې دزړښت څومره خاموش کړم
هومره زیات مې په جذبو کې شور پیدا شو
نوري مه څڅوه یاره پرې ستي شوم
د سرو اوښکو له قطرو دې اور پیدا شو
که هر څو مې زړه د عمر څپو وخوړ
لکه می پکې یو نوی زورپیدا شو
ګوره پام چې پیښیمانه باندې نه شې
غم دې څه وزما دغم غمخور پیداشو
چې دنیا اوس ورته سپینه سپینه ښکاري
د (حسن) دړندوسترګو تور
پیدا شو