افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دپښتو خبرې
راشه غیږه راکړه دپښتو خبرې پریږده نور
جنګ دمحبت کې دجرګو خبرې
پریږده نور
مه نغاړه په رم کې هوسۍ خویه دا اوږده صحرا
زړه ته مې چې راغلې بیا دتلو خبرې پریږده نور
راشه په مچکو به دزړونو غوټې وسپړو
نن زمونږه شپه ده دپردو خبرې پریږده نور
ویلي مې تیارې کړه دالفت ډیوې راټیټه شه
غیږه مې پانوس ده دلمبو خبرې پریږده نور
شپول کې يې در پټ کړه سپوږمۍمخې خپل مین (حسن )
بس ده داوزګارو دکوڅو خبرې پریږده نور