افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دلیونتوب سودا
په لیونتوب مې دسودا غوندې خوره وره شوې
دعشق په دښته دلیلا
غوندې خوره وره شوې
ما لا حواس ستا تماشې ته رابللي نه وو
ته مې په رګ رګ کې ارواغوندې خوره وره شوې
زه په صحرا د اندیښنوکې جل وهلی پروت وم
ته مې دزړه په جام مینا غوندې خوره وره شوې
شپه مې دنور په سم
ندر کې لمبیدله بیګا
چې مې په غیږ کې دسباغوندې خوره وره شوې
ما دې چې زلفې تخنولې لکه ګل دراڼۍ
په توره شپه
کې دهواغوندې خوره وره شوې
ما چې غزل ته له احساس نه غزل توري تراشل
ته پرې له روح نه دمعناغوندې خوره وره
شوې
چا له ( حسن)نه وپوښتل چې ته مین په چا ئي
ته يې په شونډودمسکا غوندې خوره وره شوې