افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
خلیلي جذبه
زمونږ هسې دیوبل سره سیالي وه
دخوشبوغوندي روانه خوشحالي وه
ما دهرارمان په ستوني چاړه کیښوه
چې جذ به د محبت مې خلیلي وه
یا په دې بازار کې هغه
جوهر نه ؤ
یا سکه زما په ګوتوکې جالي وه
د افغان د غیرت هغه شمال څه شو
چې رپانده پرې شمله
دابدلي وه
ستا په زلفوکې تندي مې نظرغوڅ کړ
که دشپې په لاس کې توره هلالي وه
چې دوخت څپو بدله کړه ښکاره
شوه
چې داسیمه دالفت هم ساحلي وه
یا خودا چې حقیقت دمجاز نوم دی
یا زما دشعر دنیا ټوله خیالي
وه
هرچالپې ډکولې چپاول ؤ
زه چې راغلم د ازل لمن خالي وه
اوس مې
ستا اوربل په ګل هم پیرزو نه شي
زما په زړه کې دومره کله بخیلي وه
پړک يې ستا په ائینه مخ کې راڅرګند شو
کنه مینه د(حسن)خو ازلي وه