د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد نعمان دوست

د محمد نعمان دوست پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

11 خپاره شوي شعرونه

سوله غواړوبشپړ شعر ولولئ

سوله غواړو

محمد نعمان دوست

زموږ پر سر باندې ولاړ اسمانه !
چې دې شفق زموږ له وينو ځنې
رنګ اخستى
ته خوشاهد يې تا زموږ ننداره ښه کړېده
ته او خداى رښتيا به وايې !
زموږ د زلميو ارم
اني جنازې ، د ستا له ستورو ځينې ډېرې نه وې ؟
زمونږه ښکلې او حسينې پيغلې په ښايست ستا له سپوږمۍ تېرې نه وې؟
خو
ته خبر يې او تا ښې ليدلې
چې لوپټې يې دحيا لوټېدې ،
څنګه ى په چيغويې خورول ملکونه څنګه له سترګو يې اورېدل اورونه ؟
اسمانه وايه کنه !؟
چې پر سرونو ښخېدل تور پولادي مېخونه
تا
دهغو ټکارى او رېدلو ؟
چې په ژوندنې له بدنه غوڅېدل هډونه
تا د چړو خرپارى او رېدلو ؟
اسمانه !
وړوند خو نه يې وايه کنه !
تا د زلميو د سرو منارې ولېدلې تا د سرو وينو تکې سرې فوارې وليدلې ؟

تا دلنبو په غېږ کې ښکلي ماشومان وليدل ؟
تا په ګوليو غلبيل شوي مظلومان ولېدل ؟
اى د غم
ونو او دردو شاهده !
زموږ نيم ژواندي او ټوټې هډونه نور د جګړو په خدايږو تاب نه لري .
خير دى
زموږ د بې اسرو او کړېدلو چيغې
ددې جهان واکدار ته ورساوه او ورته ووايه چې : دا تش په نوم باندې
ژوندي وګړي
په خپل کنډر او نړېدلي چم کې
ستا له درباره مينه او سوله غواړي !!!

نيمګړې جذبهبشپړ شعر ولولئ

نيمګړې جذبه

محمد نعمان دوست

زړه مې غواړي ،خپل ټوپک مې لته کش کړم
شاجورونه يې مرميو ځنې ډک کړم
ښه يې غوړ کړمه د لمر وړانګو ته يې کېږدم
بيا يې واچوم اوږې ته

زړه مې غواړي ګردنۍ غاړې ته واچوم
په چانټه کې څو لاسي بمونه کېږدم

نور مې زړه د خپل ولس مرګ پړسولى
نور مې سترګو کې د اوښکو وچکالي ده

نور شهيد شهيد ولس ليدلى نشم
نور له شرمه په اينه کې کتى نشم

خو ملګرو! چې پخوا وختونه ياد کړم
که بيان يې کړم ، ښاد زړونه به ناښآد کړم

ما څو ځلې د بلا خولې ته دانګلي
ما څو ځلې خپله توره پرې سره کړې

خو چې کله د قدرت په نشه مست شوم
خپله توره مې په خپل ولس را کښلې

ما په خپله توره خپل وروڼه وژلي
ما په خپله توره خويندې کونډې کړي

ما په خپله توره ، وروڼه يتيمان کړل
ما په خپله توره خپل کور ګورستان کړ

خير ،
زه پوهېږم ، دا هغوى ته چې په وينو کې لمبيږي
او هغوى ته چې اورونو کې ورېتيږي

يو تشه پلمه ښکاري

دا دى ما ټوپک راوخيست په ماشه مې ګوته ايښې
خو حيران يم ، خپل هدف موندلى نشم سرګردان يم
مرمۍ کمې دي ، هر خواته قاتلان دى
څوک د کلي ، څوک د چم او څوک پرديان دي

، کابل

د ګل څانګو لوبشپړ شعر ولولئ

د ګل څانګو لو

محمد نعمان دوست

د ګل څانګو لو

لور خطا کړئ ، د ګل څانګو لو نور بس دى !

دا غوټۍ هم پسرلي ته انتظار دي

خداى لپاره له ماشې کړئ ګوتې لرې

ځوانيمرګ مو لا پراته کتار- کتار دي

جګې – جګې نورې ميندې بورې نه کړئ !!

لا زمونږه پر اوږو جنازې بار دي

ناخبره ورته
کاڼي ، لوټې وايي

دا زمونږه ککرۍ دي چې انبار دي

د جګړو د وحشتونو له شامته

ښکلې پيغلې مو سوالګرې د بازار دي

ټوله ورځ تازه – تازه قبرونه باسي

دا دروغ ده چې
زموږ خلک وزګار دي

&nb
sp;

زموږ کلىبشپړ شعر ولولئ

زموږ کلى

محمد نعمان دوست

زموږ کلى

په هرګام کې دلته مړى دى جانانه !

زموږ قام خو اوبو وړى دى جانانه

پر تنو باندې ښايسته سرونه ، نشته

ځړېدلى د دار پړى دى ، جانانه

کندهارۍ خور مې نن بيا په چيغو ژاړي

ماشوم ورور يې چا وژلى دى

هره لويشته باندې سره وينه
پرته ده

بس يوځوان پرې غوړېدلى دى جانانه

هر ساعت چې ترې دوه - درې جنازې وځي

خو هم
دغه زموږ کلى دى جانانه

موده وشوه چې له کلي يې کډه کړې

تا ( نعمان ) چېره ليدلى دى جانانه ؟

محمد نعمان دوست ، کابل

د جنګ تنوربشپړ شعر ولولئ

د جنګ تنور

محمد نعمان دوست

بيا يې وويشته يو ځوان وينې کړې دارې
په تنکي بدن يې بيا بار کړلې
خـــــاورې

بيا تابوت پر اوږو بار ګردونه خېژي
بيا له خړ کوره راځي چيغې چغارې

بيا له تورو سترګو تورې اوښکې درومي
په سپينکې مخ جوړئ ، تکې تورې لارې

بيا څو خړ ماشومان
پړمخې پراته دي
د شهيد پلار په مزار وهي کوکــارې

بيا چورلکې په خــــــــــــــــړ کلي
راغوټه شوې
بيايې څو خويندې کړې کونډې او څو ورارې

بيا ځانمرګي د جنت په بدله کـــې
څو قدونه
کړل ټوټه _ ټوټه په لارې

بيا يو ماين د سړکه په غاړه خــــــــــــــلاص شو
بيايې سرې کړې شاوخوا
تکې سپينې واورې

ړنګه بنګه کوچۍ بيا ده چا ويشتلې
ځلوي يې لمر د ګڼ کميس هنــدارې

څ
وکسان دي چې د جنګ تنور ته ناست دي
بلوي په کــــــــــــــــــې لنبې ښـې په کــــرارې

خدايه
دا کسان ددې تنور خوراک کړې
چې ويده شي ماشومان مو په قــــلارې

د مرغومي ٢٤ مه ، کابل

اسويلىبشپړ شعر ولولئ
د مرګ ملکې!بشپړ شعر ولولئ

د مرګ ملکې!

محمد نعمان دوست

د مرګ ملکې ! لږ شه تمه ، ستا تر تورې لاندې
کاروان ، د ژوند مې ستړى شوى دى ، دمه غواړي

ياغي يادونه ، ګلې راوله زړګى خالي دى
د پښتون کور دى ، تش ښه نه ښکاري ميلمه غواړي

اوبه وې خړې ، پسه ګرم نه دى شپونکى قسم خوري
لېوه دى وږى ، هيڅ خبر نشته پلمــــــــــــــــــــــــه غواړي

په وره شرمېږي ، پر دېوال له وېرې نشـــــــــي ختى
عجيبه غــــــــل دى ، کـــــــــــــور والاوو نه زينه غواړ ي

تپه تياره ، ځنګل سپېره ، باران په شړق ورېږي
وړې کبلۍ مو د ښکاري په کور کې شپه غـــــــواړي

که غزل نه ليکي ( نعمان ) ته ملامت مه وايئ
قوم يې مړشوى ، پس مانده يې مرثيه غواړي

کابل

هلمندۍ خورې !بشپړ شعر ولولئ

هلمندۍ خورې !

محمد نعمان دوست

محمد نعمان دوست ، کابل ،د چنګاښ دوهمه Numandost75@yahoo.com

هلمندۍ خورې ! قسم دى زړه مې شين دى د غم بوټى مې د زړه پر بام راشين دى
برايي د تاسو کلي کــــــــــــــې سور اور
و اوس لا هم لنبې بلېږي ماسپښين دى

زه خبر شوم ، م
اشوم ورور يې در ته مړ کړ هغه ستاد سترګو تور يې درته مړ کړ
د مورکۍ
سينه يې هم در ته غلبيل کړه هغه ستا د ځوانۍ شور يې در ته مړ
کړ

زه خبر شوم ، بېګاه څو طيارې راغلې له سينو يې
غورځول د اور غونډاري
ماشومان يې په خواږه خوب شهيدان کړل له بدنه يې وهي سرې
وينې دارې

خورې! شاوخوا در ته سره مړي کتار دي غوڅ هډونه دې پراته
مخ کې انبار دي
هغه شوخه خور دې اوس خاپوړې نه کړي دهغې پښې د بم د پرچو ښکار
دي

خورې! کور يې درته ورانه کنډواله کړ آ، شين باغ يې درته
ټول لنبه _ لنبه کړ
هر سهار چې دې په شوق جارو کولو هغه لوى انګړ يې ټول اوس هديره کړ

در نه
ځارشم دواړه لاسه دې رپېږي ملغلرې دې له
سترګو را ورېږي
خداى خبر چې په زخمي شونډو دې څه دي ؟ يو پټ اور دې په رګونو کې تاوېږ
ي

خورې! پوه شوم ته خپل ځان ته مرګى غواړې ته دې ځمکې ، دې اسمان ته
مرګى غواړې
چې ، دې چا په غم څو اوښکې تويه نه کړې ته په نوم باندې انسان ته مرګى
غواړې

دا (شين سترګي ليوان) نه دي ماړه شوي لا غړمبېږي زړونه يې نه دي ساړه شوي
خداى خبر! څو اورمېږونه به نور مات
کړي لا خو مست دي لا خو نه دي ساړه شوي

دا دسولې دروغجن دعوه ګيران دي راوتلي په بل نيت په بل ارمان دي

خداى خبر! که موکبلي په نس ماړه شي په کنډو کې ورته ناست وږي ليوان دي

زموږ شپون يې خدايږو دومره وېرولى چې له لاسه يې د څېړۍ ډانګ دى لوېدلى
دابې موره کبلي خپل امان کې
ساته ستادر بار ته مې خالقه لاس نيولى

يادښت :
دوه شپې وړاندې ( د ١٣٨٦ کال د غبرګولي ٣١ مه ) د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ، د ده
ادم خان د سيمې په کونجک کلا کې د ناټو الوتکو بمبار وکړ . ځايي خلک وايي چې په دغه بمبار کې د ماشومانو او ميرمنو په ګډون شاوخوا ٢٧ تنه ووژل شول .

زموږ په کلي کې ماشوم وزېږېدبشپړ شعر ولولئ

زموږ په کلي کې ماشوم وزېږېد

محمد نعمان دوست

د غبرګولي ٢٣ مه ، کابل

زموږ په کلي کې ماشوم وزېږېد

خبريالانو راشئ !

هلئ ، خبر يې ورکړئ !

خلک باور نه کوي

د
لته غږونه د مرګونو راځي

دلته ، لومړى خبر په مرګ شروع وي :

نن څو ملکي کسان ناټو ووژل

امريکايانو يو کور لولپه کړ

نن طالبانو چانه سر پرې کړ

نن په چاودنه
کې ماشوم شهيد شو

نن د ښونځي شاګردان ، څو نامعلوم وسلوالو مړه کړل

او نن ...

خبريالانو ، هلئ بيړه وکړئ !

زموږ د نوي زېږېدلي ماشوم ، خبر کې ځنډ ونه
کړئ

هسې نه کوم قاتل پرې
پېښه وکړي .

کونړ ته مرثیهبشپړ شعر ولولئ

کونړ ته مرثیه

محمد نعمان دوست

جنت مو ړنګ شو، ورته دې خیال دی
خدایه! دا څنګه عجیبه حال دی
تر خاورو لاندې خاموش پراته دي
نه شور ما شور شته، نه غالمغال دی
***

دلته یو کلی ښایسته ودان و
ژوند که ډېر سخت و، خو خوږ روان و
ډیوې د مینې، هره خوا بلې
ستوري راڼه ول، اسمان روښان و
***

کوڅې وې ډکې له ماشومانو
کلی ښایسته و، په ښو ځوانانو
په شنو پټو کې، سرې لوپټې وې
تازه هوا وه، بوی د ګلانو
***
اوبه ویالو کې په نڅا تللې
مرغۍ هوا کې په ګډا تللې
بزې، غواګانې په شنو پټو کې
په ډېره مينه به څریدلې
***
چې مازیګر به تنور کې اور شو
بوی د غلمینې ډوډۍ به خور شو
د کلا مخه به خوځیدله
د ماشومانو به شور ما شور شو
***

اوس هغه کلی، پروت دی خاموشه
لکه چې لاړ شي، يو څوک له هوشه
څه ویروونکې چوپتیا خوره ده
ساه ده ختلې، له جم او جوشه
***

زلزلې ولې دې داسې وکړل؟
زموږ ښایسته، وړکي دې څه کړل؟
چې په ناز ناز به مست مست روان ول
د خاورو تل ته دې ټول ستانه کړل؟
***

له ژړیدلو سترګو دې ځار شم
له ترهېدلو سترګو دې ځار شم
شپه دې د مړو منځ کې سبا کړه
له ویریدلو سترګو دې ځار شم
***

په داغدار زړه يې يو داغ سېوا شو
لکه ماشوم، پړینګ په ژړا شو
خوب يې له سترګو کډه بار کړې
نعمان ويښ ناست و، چا ويل سبا شو
***

د قیامتونو لویه خاونده
قسم دی ، ژوند مو بیخي بې خونده
شيمه مو نشته، د ازمیښتونو
که مو نور خلاص کړې له هره بنده

محمد نعمان دوست
وږی، ١٢، ١٤٠٤