د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
محمد نعمان دوست

زموږ په کلي کې ماشوم وزېږېد

د غبرګولي ٢٣ مه ، کابل







زموږ په کلي کې ماشوم وزېږېد




خبريالانو راشئ !



هلئ ، خبر يې ورکړئ !



خلک باور نه کوي



د
لته غږونه د مرګونو راځي



دلته ، لومړى خبر په مرګ شروع وي :




نن څو ملکي کسان ناټو ووژل



امريکايانو يو کور لولپه کړ



نن طالبانو چانه سر پرې کړ



نن په چاودنه
کې ماشوم شهيد شو



نن د ښونځي شاګردان ، څو نامعلوم وسلوالو مړه کړل



او نن ...


خبريالانو ، هلئ بيړه وکړئ !



زموږ د نوي زېږېدلي ماشوم ، خبر کې ځنډ ونه
کړئ



هسې نه کوم قاتل پرې
پېښه وکړي .

د شاعر نور شعرونه ←