پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د جنګ تنور
بيا يې وويشته يو ځوان وينې کړې دارې
په تنکي بدن يې بيا بار کړلې
خـــــاورې
بيا تابوت پر اوږو بار ګردونه خېژي
بيا له خړ کوره راځي چيغې چغارې
بيا له تورو سترګو تورې اوښکې درومي
په سپينکې مخ جوړئ ، تکې تورې لارې
بيا څو خړ ماشومان
پړمخې پراته دي
د شهيد پلار په مزار وهي کوکــارې
بيا چورلکې په خــــــــــــــــړ کلي
راغوټه شوې
بيايې څو خويندې کړې کونډې او څو ورارې
بيا ځانمرګي د جنت په بدله کـــې
څو قدونه
کړل ټوټه _ ټوټه په لارې
بيا يو ماين د سړکه په غاړه خــــــــــــــلاص شو
بيايې سرې کړې شاوخوا
تکې سپينې واورې
ړنګه بنګه کوچۍ بيا ده چا ويشتلې
ځلوي يې لمر د ګڼ کميس هنــدارې
څ
وکسان دي چې د جنګ تنور ته ناست دي
بلوي په کــــــــــــــــــې لنبې ښـې په کــــرارې
خدايه
دا کسان ددې تنور خوراک کړې
چې ويده شي ماشومان مو په قــــلارې
د مرغومي ٢٤ مه ، کابل