پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
سوله غواړو
زموږ پر سر باندې ولاړ اسمانه !
چې دې شفق زموږ له وينو ځنې
رنګ اخستى
ته خوشاهد يې تا زموږ ننداره ښه کړېده
ته او خداى رښتيا به وايې !
زموږ د زلميو ارم
اني جنازې ، د ستا له ستورو ځينې ډېرې نه وې ؟
زمونږه ښکلې او حسينې پيغلې په ښايست ستا له سپوږمۍ تېرې نه وې؟
خو
ته خبر يې او تا ښې ليدلې
چې لوپټې يې دحيا لوټېدې ،
څنګه ى په چيغويې خورول ملکونه څنګه له سترګو يې اورېدل اورونه ؟
اسمانه وايه کنه !؟
چې پر سرونو ښخېدل تور پولادي مېخونه
تا
دهغو ټکارى او رېدلو ؟
چې په ژوندنې له بدنه غوڅېدل هډونه
تا د چړو خرپارى او رېدلو ؟
اسمانه !
وړوند خو نه يې وايه کنه !
تا د زلميو د سرو منارې ولېدلې تا د سرو وينو تکې سرې فوارې وليدلې ؟
تا دلنبو په غېږ کې ښکلي ماشومان وليدل ؟
تا په ګوليو غلبيل شوي مظلومان ولېدل ؟
اى د غم
ونو او دردو شاهده !
زموږ نيم ژواندي او ټوټې هډونه نور د جګړو په خدايږو تاب نه لري .
خير دى
زموږ د بې اسرو او کړېدلو چيغې
ددې جهان واکدار ته ورساوه او ورته ووايه چې : دا تش په نوم باندې
ژوندي وګړي
په خپل کنډر او نړېدلي چم کې
ستا له درباره مينه او سوله غواړي !!!