د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکټر فيض الله ثاقب

د ډاکټر فيض الله ثاقب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

مېړنۍ خاورهبشپړ شعر ولولئ

مېړنۍ خاوره

ډاکټر فيض الله ثاقب

دا خاوره مېړنۍ ده مېړني پکې اوسېږي
د رب په مينه مست ډېر لېوني پکې
اوسېږي

په لوړه کچه مينه کړي په ګل کې خالق ګوري
سرتاج د لېونيانو لوی غني پکې اوسېږي

و پوهې ته چې ګوري افلاطون ورته هک پک شي
يو داسې ببر سری فلسفي پکې اوسېږي

غزلې او شعرونه ېې نېغ زړه ته لاره کاندې
حمزه پکې اوسېږي جهاني پکې اوسېږي

مرګيه تلوار مه کړه ځوانې هيلې لا
تنکۍ دي
منصور په لار روان عبدالباري پکې اوسېږي

داستان د سوې مينې چې په وچو شونډو ليک ده
سايل
د پښتونوالې ارماني پکې اوسېږي

د نظم هر يو فرد ېې د احساس په وينو رنګ ده
مين پخپله ژبه پکتياني
پکې اوسېږي

ډاګونه به د لویی پکتيا ولې ښکلي نه وي
حسن غوندې نايابه چې غمي پکې اوسېږي

ف – ث غريب ناتوان ده ددې ښکلو له تعريف نه
رحمان، خاطر، الفت غوندې سړي پکې اوسېږي

ځګېرویبشپړ شعر ولولئ

ځګېروی

ډاکټر فيض الله ثاقب

دا د کوم ټپي ځګېروی ده چې مې بيا په غوږ لګېږي
دا د کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش
پرې لړزېږي
دا د کومې خور سالو ده چې له سر نه ېې لوېدلی
دا د کوم ظالم له لاسه ېې وربل خاورو خړ پړ کړی
دا د
کوم جرم سزا ده چې ټوتې ټوتې پرېوتې
دا د کوم قانون چلند په سپېرو خاورو غورځولی
دا د کومې ناوې لاس دي چې په سرو وينو سره کېږي
دا د کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش پرې لړزېږي
دا د کوم بې وزلي کور ده لوټې لوټې په بمونو
دا
جونګړه ولې بيا ده خوراک شوې د اورونو
دا د کوم ماشوم بدن ده په سرو وينو لت پت شوی
شنې لوخړې بيا جګېږي نن د
چا د ارمانونو
دا د کومې تېږې زړه ده چې هېڅکله نه يخېږي
دا د کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش پرې لړزېږي
دا د کومې
مور فرياد ده چې له خولې نه یی راوځي
د خپل زوی سر ته ده ناسته اوچتېږي راغورځي
په سرو وينو رنګ چامې ېې دواړو
سترګو ته نيولي
دا د کوم زړګي اواز ده نېغ په زړه را ننوځي
دا د کوم ظالم غوږونه دي پدې چې هم کڼېږي
دا د
کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش پرې لړزېږي
دا د کوم فرعون له لاسه پښې ابلي بيا روان دي
وېرېدلي ترهېدلي نن په
چيغو ماشومان دي
نه خوراک نه ېې څښاک شته بس يو سر او دوه غوږونه
د وحشي بمبار له وېرې سپېرو دښتو ته روان دي

ف – ث هر لور ته چې ګورې بس د خوار خونه ړنګېږي
دا د کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش پرې لړزېږي

د مینی لیونتوببشپړ شعر ولولئ
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکټر فيض الله ثاقب

ځم د ساقی سلام کوم نوره توبه ماتوم
 په سر جامونه اړوم نوره توبه ماتوم
 په چپه خوله باندې څه ونشو نور خوله پرانیزم
 کاسه د صبر تشوم نوره توبه ماتوم
 چې ستا له دره مې هغه شېبه بس کړی ګله
 لدې توبو توبه کوم نوره توبه ماتوم
 بیا دې په تمه د دیدن درځم کوڅې ته اشنا
 دغه ګناه هر وخت کوم نوره توبه ماتوم
 ف - ث بې وسه ده نور صبر ترېنه نشی یاره
 تنده مې نن خړوبوم نوره توبه ماتوم

 زما خوار خړه شړئ ستا هیلئ غوندې غړئ
 مینه ده زما او ستا وړه خوله غټه مړئ
 د بېلتون ترخې شېبې ویښې شپې لارې څارل
 سوی سوی اسوېلی د غمو اوږده لړئ
 زما د زړه ویجاړ کنډر او خبرې د مستئ
 لکه مړی ته څوک ږدی شنه خالونه او دړئ
 تورې شپې دبېلتانه او خوبونه د وصال
 مرګ او ژوند دواړه یوځای لاس په لاس غاړه غړئ

د تورې شپې لړمون څيرې شو.بشپړ شعر ولولئ

د تورې شپې لړمون څيرې شو.

ډاکټر فيض الله ثاقب

د ناپوهۍ توره شپه وه.
د ظلم او بې عدالتۍ ټغر په ټوله ځمکه غوړېدلی وه.
کرکه او نفرت په ټوله نړۍ کې خور وه.
انسان د بتانو، اور او داسې نورو ډول ډول توکو بنده ګي کوله.
د شراب څښلو، ناوړه جنسي اړيکو او بېلابېل ناوړه کړو وړو لړۍ ښه په زور او شور وه.
لوڼه ژوندۍ خښېدلې.
انسان د خپلو نفسي غوښتنو په دام کې ګير وه.
هر هغه څه ېې کول چې زړه ېې غوښتل.
زورواکو نور خلک د ځان بنده ګان او غلامان کړي وه.
ناڅاپه د تورې شپې لړمون څيرې شو.
د سباوون انګازه شوه.
رڼا راغله.
د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفې (ص) نړۍ ته راغی.
د لوی څښتن (ج) استازی نړۍ ته سترګې پرانستې.
نړۍ ته ېې د لوی څښتن له لوري يو پيغام راوړ.
هغه پيغام چې په دنيا او اخرت دواړو کې د بشري ټولنې د ښېرازۍ تضمين کوي.
د اسلام د سپېڅلي دين پيغام.
د زده کړې او پوهې د رڼا پيغام.
د عدل او انصاف پيغام.
د انسان لوړ مقام ته د درناوي پيغام.
د انسانانو ترمنځ د مينې او ورورولۍ پيغام.
بشري ټولنې ته د سولې او امن پيغام.
د مخلوق د بنده ګۍ څخه د بشري ټولنې د ازادۍ پيغام.
د يوه خدای د بنده ګۍ پيغام.
د رښتيني انسانيت پيغام.

په درناوي
د اسلام د ستر پيغمبر(ص) د نېکمرغه ميلاد په مناسبت

د چا قصور وبشپړ شعر ولولئ

د چا قصور و

ډاکټر فيض الله ثاقب

چاته به وايو چې د چا قصور و
ياره څه ستا وه څه زما قصور و

چې به مې ستا لارې ته هر وخت کتل
ستا د لوظونو د سبا قصور و

مست لېونی به بې له بنګو ومه
ستا د سرو شونډو د خندا قصور و

چې مو رقيب مينه ذرې ذرې کړه
داد صادق زړه د رښتيا قصور و

ددنيا سترګو ته یی ښکاره کړه مينه
دا مې د سترګو د ژړا قصور و

چې ېې ملنګ کړم د بادشاه په شکل
د خوارې ټنډې د قضاء قصور و

دا چې ف – ث شو لېونی په دنيا
د مينې نه وه د جفا قصور و

تشه پيالهبشپړ شعر ولولئ

تشه پياله

ډاکټر فيض الله ثاقب

دلته ازل زمونږ په ټنده وير ژړا ليکلي
د خوشحالي په ځای ېې کړيکې واوېلا ليکلې

پدې مالت کې دتورتم شپې تېروو په ضرور
د رڼا هيلو ته ېې بس يوه سبا ليکلې

د ارمانونو جنازې مو سر په سترګو وينو
خوارکي نصيب کې ېې بې وزلو ته همدا ليکلې

د مرګ قاصد وایی چې ځه ژوند ستا لپاره نده
تا ته مو خاورو لاندې پټه يو دنيا ليکلې

دلته کې ظلم او وحشت پر مونږه واک چلوي
دغه د عدل او انصاف افسانه چا ليکلې

نور د اجل پرښتې ستړې دي زمونږه چم کې
خاونده دا د مرګي برخه راته چا ليکلي

چې د قسمت ساقي ف – ث ته پياله تشه ورکړه
ورته ېې ويل چې تا ته شاړه او بيديا ليکلې

ربهبشپړ شعر ولولئ

ربه

ډاکټر فيض الله ثاقب

ای د ټولې نړۍ پالونکيه ربه(ج):
ای د ټولو کايناتو واکمنه:
ای د ځمکې او اسمان
خالقه:
ته هرڅه وينې.
هرڅه اورې.
تا دې نړۍ ته د انسان په نوم خپل يو خليفه راولېږه.
هغه ته دې د ټولو مخلوقاتو څخه د غوره مخلوق (اشرف المخلوقات) مقام ورکړ.
ټول کاينات دې د هغه په خدمت کې کړل.
خو هغه ستا په ځمکه
ستا د مخلوق وينه تويوي.
انسانان وژني.
لکونه او ميليونونه انسانان د ژوند له نعمت څخه بې برخې کوي.

هغه له تا سره ژمنه وکړه چې خپل ټول عمر به ستا له لارښودنو سره سم تېروي(کلمه طيبه).
يواځې ستا بنده ګي به
کوي.
خو اوس هغه خپله دا ژمنه په بشپړ ډول هېره کړې ده.
هغه ستا د لارښودنو په ځای د خپل نفس او شيطان لارښودنې
مني.
تا د هغه د لارښودنې لپاره تر ټولو غوره نظام (د اسلام سپېڅلی دين) راولېږه.
خو هغه پدې دين ځان نه
پوهوي.
پدې دين عمل نه کوي.
دې دين ته بلنه نه کوي.
ددې دين څخه ساتنه (دفاع) نه کوي.
هغه ستا په ځمکه کې
اوسېږي.
ستا خواړه خوري.
خو ستا په ځمکه ستا د نظام په ځاې د خپلې خوښې نظام غواړي.
ځمکه، اسمان، لمر، سپوږمۍ
او ټول کاينات ستا امر مني.
خو ستا همدا خليفه ېې نه مني.
هغه ته تا د دنيا او اخرت تر منځ د يو انډول(توازن) امر کړی.
خو هغه اوس يواځې له دنيا سره مينه کوي او اخرت ته ېې شاه اړولې ده.
هغه ستا امرونه د بشري نظامونو په تله کې تلي.
د بشر جوړ نظامونه ستا د سپېڅلي دين په تله کې نه تلي بلکه په ړندو سترګو ېې مني.
دا
اشرف المخلوقات خپل عزت ستا په بنده ګۍ کې نه بلکه د شتمنو او واکمنو وګړو په غلامۍ کې لټوي.
هغه معنويت د م
اديت قرباني کړی.
د هغه کړه وړه، خبرې او جامې ټول د اسلامي ټولنې په ځای د نورو ټولنو استازيتوب کوي.

هوکې: ته ډېر صابر ېې.
بېشکه ته ډېر صابر ېې.
بېشکه، ېشکه.............................................بېشکه.

نېټه: د
1388 کال د غبرګولي 17.

مړه مړه کتلبشپړ شعر ولولئ

مړه مړه کتل

ډاکټر فيض الله ثاقب

ووايه اشنا د زړه جونګړه کې دې څه کتل
نن چې دې زما په لور
په ناز خواږه خواږه کتل

تاته خو مالومه ده چې دلته کې خواږه نشته
ښایی چې پدې محل کې تا به څه ترخه کتل

ښکاردې کړ په غشو د بڼو زما شاهين زړګی
ډېر چې دې په ناز او په ادا راته مړه مړه کتل

مخې ته مې راغلې لوپټه کې دې مخ ونغاړه
غم دې راته جوړ کړ چې په شا دې بېرته وکتل

ته خو به
خپل حسن او ښکلا مغروره کړې وې
ولې زما وران زړه کې داغونه دې پراته کتل

مخ چې دې د زلفو له تيارو کله راووېسته
ما ويل چې لمر له تورو ورېځو نه راوکتل

وګوره جولۍ ته ددې سترګو دې څه غم وخوره
اوښکې اسوېلي که حسرتونه ېې تاوده کتل

خدای روی مې دروړی ګوره ماته بيا ونه ګورې
دا ف- ث به مړ
شي که دې يوځل بيا ور وکتل

د محبت کافربشپړ شعر ولولئ

د محبت کافر

ډاکټر فيض الله ثاقب

کافر د محبت يمه انکار کوم د مينې
نه يار يمه د چا او نه څوک يار کوم
د مينې

نه چانه جفا غواړمه نه چا سره وفا کړم
نه څوک په بېلتون وژنم نه اقرار کوم د مينې

د مينې په
نوم چاته به خواږه زهر ورنکړم
نه چاته اشنا وايم نه دا کار کوم د مينې

نه غواړمه ليدل څوک د بېلتون په
سور دوزخ کې
نه طمعه د وصال نه انتظار کوم د مينې

نه ځان دوکه کوم د چا په سرو ګلابي شونډو
نه څکم شراب د مينې نه ګفتار کوم د مينې

نه مينه په دولت او په پيسو له چا نه اخلم
نه مينه خرڅوم نه ځان تجار کوم
د مينې

نه زړه ورکوم چاته او نه زړه له چانه غواړم
نه ځان نور کړووم نه څوک دلدار کوم د مينې

ف
– ث غريب د تورو سترګو جنګ کې زړګی بايلود
نه زړه په چا بايلم نه بيا قيمار کوم د مينې