د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکټر فيض الله ثاقب

د چا قصور و

چاته به وايو چې د چا قصور و
ياره څه ستا وه څه زما قصور و



چې به مې ستا لارې ته هر وخت کتل
ستا د لوظونو د سبا قصور و



مست لېونی به بې له بنګو ومه
ستا د سرو شونډو د خندا قصور و



چې مو رقيب مينه ذرې ذرې کړه
داد صادق زړه د رښتيا قصور و



ددنيا سترګو ته یی ښکاره کړه مينه
دا مې د سترګو د ژړا قصور و



چې ېې ملنګ کړم د بادشاه په شکل
د خوارې ټنډې د قضاء قصور و



دا چې ف – ث شو لېونی په دنيا
د مينې نه وه د جفا قصور و

د شاعر نور شعرونه ←