د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکټر فيض الله ثاقب

تشه پياله

دلته ازل زمونږ په ټنده وير ژړا ليکلي
د خوشحالي په ځای ېې کړيکې واوېلا ليکلې



پدې مالت کې دتورتم شپې تېروو په ضرور
د رڼا هيلو ته ېې بس يوه سبا ليکلې



د ارمانونو جنازې مو سر په سترګو وينو
خوارکي نصيب کې ېې بې وزلو ته همدا ليکلې



د مرګ قاصد وایی چې ځه ژوند ستا لپاره نده
تا ته مو خاورو لاندې پټه يو دنيا ليکلې



دلته کې ظلم او وحشت پر مونږه واک چلوي
دغه د عدل او انصاف افسانه چا ليکلې



نور د اجل پرښتې ستړې دي زمونږه چم کې
خاونده دا د مرګي برخه راته چا ليکلي



چې د قسمت ساقي ف – ث ته پياله تشه ورکړه
ورته ېې ويل چې تا ته شاړه او بيديا ليکلې

د شاعر نور شعرونه ←