د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکټر فيض الله ثاقب

مېړنۍ خاوره

دا خاوره مېړنۍ ده مېړني پکې اوسېږي
د رب په مينه مست ډېر لېوني پکې
اوسېږي



په لوړه کچه مينه کړي په ګل کې خالق ګوري
سرتاج د لېونيانو لوی غني پکې اوسېږي



و پوهې ته چې ګوري افلاطون ورته هک پک شي
يو داسې ببر سری فلسفي پکې اوسېږي



غزلې او شعرونه ېې نېغ زړه ته لاره کاندې
حمزه پکې اوسېږي جهاني پکې اوسېږي



مرګيه تلوار مه کړه ځوانې هيلې لا
تنکۍ دي
منصور په لار روان عبدالباري پکې اوسېږي



داستان د سوې مينې چې په وچو شونډو ليک ده
سايل
د پښتونوالې ارماني پکې اوسېږي



د نظم هر يو فرد ېې د احساس په وينو رنګ ده
مين پخپله ژبه پکتياني
پکې اوسېږي



ډاګونه به د لویی پکتيا ولې ښکلي نه وي
حسن غوندې نايابه چې غمي پکې اوسېږي



ف – ث غريب ناتوان ده ددې ښکلو له تعريف نه
رحمان، خاطر، الفت غوندې سړي پکې اوسېږي

د شاعر نور شعرونه ←