د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکټر فيض الله ثاقب

ځګېروی

دا د کوم ټپي ځګېروی ده چې مې بيا په غوږ لګېږي
دا د کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش
پرې لړزېږي
دا د کومې خور سالو ده چې له سر نه ېې لوېدلی
دا د کوم ظالم له لاسه ېې وربل خاورو خړ پړ کړی
دا د
کوم جرم سزا ده چې ټوتې ټوتې پرېوتې
دا د کوم قانون چلند په سپېرو خاورو غورځولی
دا د کومې ناوې لاس دي چې په سرو وينو سره کېږي
دا د کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش پرې لړزېږي
دا د کوم بې وزلي کور ده لوټې لوټې په بمونو
دا
جونګړه ولې بيا ده خوراک شوې د اورونو
دا د کوم ماشوم بدن ده په سرو وينو لت پت شوی
شنې لوخړې بيا جګېږي نن د
چا د ارمانونو
دا د کومې تېږې زړه ده چې هېڅکله نه يخېږي
دا د کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش پرې لړزېږي
دا د کومې
مور فرياد ده چې له خولې نه یی راوځي
د خپل زوی سر ته ده ناسته اوچتېږي راغورځي
په سرو وينو رنګ چامې ېې دواړو
سترګو ته نيولي
دا د کوم زړګي اواز ده نېغ په زړه را ننوځي
دا د کوم ظالم غوږونه دي پدې چې هم کڼېږي
دا د
کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش پرې لړزېږي
دا د کوم فرعون له لاسه پښې ابلي بيا روان دي
وېرېدلي ترهېدلي نن په
چيغو ماشومان دي
نه خوراک نه ېې څښاک شته بس يو سر او دوه غوږونه
د وحشي بمبار له وېرې سپېرو دښتو ته روان دي

ف – ث هر لور ته چې ګورې بس د خوار خونه ړنګېږي
دا د کوم بې وسه آه ده چې د رب عرش پرې لړزېږي

د شاعر نور شعرونه ←