د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حفیظ ملیار

د حفیظ ملیار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

31 خپاره شوي شعرونه

هر افغانبشپړ شعر ولولئ

هر افغان

حفیظ ملیار

هر افغان راته د ښکاي چمن ګل دی
د لغمان که د کابل يا سرپل دی

قندهار که پکتيا ده که بغلان دی
په شملو يي ښا يسته هرخوا محل دی

له کنړه تر هلمنده تر مزاره
زما وينه ده وجود دی زما خپل دی

نورستان دی که غزني دی که هرات دی
يو افغان دی خپل ساتونکی د مرچل دی

دې هجران کې افغانان چې يو ځای وينم
خوشبويي د ننګرهار د نارنج ګل دی

د تبعيض په نوم چې اور بلول غواړي
افغان ندی دی غلام دی دی د بل دی

د خيبر او هندوکش شملی چې ساتي
ای حفيظ ملياره دا زمونږ اتل دی

مړ نشمبشپړ شعر ولولئ

مړ نشم

حفیظ ملیار

ګران افغانستانه په تا څه و شول
زما د ژوند ارمانه په تا څه و شول

لر دی او که بر دی پکښې اور بل دی
امونه تر بولانه په تا څه و شول

ستا د زړګي کور خدايګو ګڼډل غواړي
زما څيرې ګريوانه په تا څه و شول

شپه وي اوکه او که ورځ د خيال انځور مې يي
د پښتون د کور اسمانه په تا څه وشول

مړ نشم هجران کې ما در وغواړه
د خاپوړو ځای لغمانه په تا څه وشول

د زړه للمې اوبه نکړې حفيظ مليار
د اوښکو جوړ بارانه په تا څه و شول

ويانا د اتريش ښار

دسلګو په وخت کېبشپړ شعر ولولئ

دسلګو په وخت کې

حفیظ ملیار

مانه مې د اوښکو د باران خبرې مه پښته
پرې ميږده د څيرې مې ګريوان خبرې مه پښته

ما مې په زخمونو ستا د ظلم بټې ايښې ده
نور مې د دردونو او درمان خبرې مه پښته

ای زړګيه تاځينې بدلفظو ځواني يوړله
پريږده دا دعهد او د پيمان خبرې مه پښته

زما د ارزو ګانو ګلان څومره ډير زر مړاوي شول
جز مې له اغزو نور د بوستان خبرې مه پښته

پاڼه د خزان شوم باد مې هرې خواته اړوي
ای سرګردان ژونده د مکان خبرې مه پښته

ګران افغانستانه په تا اور ندی په ما بل دی
خاوره به د ښګل کړم د هجران خبرې مه پښته

ما حفيظ مليار نه د سلګو وخت کې سوال مکوه
زنې مې زر تړه د ارمان خبرې مه پښته

ويانا د اتريش ښار

ناحيدی شهيدهبشپړ شعر ولولئ

ناحيدی شهيده

حفیظ ملیار

ما په ځانګو کې ما شومان پيژني
زما غيرت زما ايمان پيژني

که له هر کاڼي بوټي وپوښتي څوک
ما له امونه تر بولان پيژني

د ميوندی ملالی نوم نه قربان
چې په ټپو يي زوړ او ځوان پيژني

د مور خدمت چې کړي جنت ته به ځي
دا جنتيان افغانستان پيژ ني

په ميکده کې خم په سر اړوو
مونږه بدمسته جهانيان پيژني

د ناهيدۍ شهيدی رنګ د وينې
په سور شفق کې پاس اسمان پيژني

له خود غرضو نه نفرت لرمه
يم يو فقير ما ملنګان پيژنی

حفيظ مليار زخمي زخمي روان يم
ما بل څوک نه ما خپل ارمان پيژني

د غاړې هاربشپړ شعر ولولئ

د غاړې هار

حفیظ ملیار

د غاړې هار

ګلو نه يم جوړه انار ګل د قندهار يمه
ستا د غاړی هار يمه
ګل يمه خوشبويه نارنج ګل د ننګرهار يمه
ستا دغاړی هار يم

زما د اننګو په باغ کی څه ښايسته ګلونه دی
وړی می ډير زړونه دی
صرف يوی خندا ته می ځوانان په ارماونو دی
وړی می ډير زړونه دی
غيږه می ده خلاسه ستا د مينی خريدار يمه
ستا د غاړی هار يمه

زلفی می په ليچو باندی هر خوا غوړ ولی دی
ډير می زورولی دی
زلفی ښاماران دی عاشقان می پری چيچلی دی
ډير می زورولی دی
ای بيوفا مکړه جفا تاته اتظار يمه
ستا د غاړی هار يمه

سترګو ته می ګوری نيشه يي دی څه خمار لری
غم حفيظ مليار
جوړی پيمانی دی ميکدو کی خريدار لری
غم حفيظ مليار لری
د بنکو کنډولی دی د ساقی د لاس سينکار يمه
ستا دغاړی هار يمه

حفيظ مليار دويانا ښار

زه تبعيض پرست نه يمبشپړ شعر ولولئ

زه تبعيض پرست نه يم

حفیظ ملیار

ځاله د زمريانو يم کور د احمد خان يم
زه به اباديږمه خير دی که اوس وران يم

زه تبعيض پرست نه يم ټول يو افغانان دی
ازبک که هزاره تاجک واړه می بچيان دی
لراوبر پښتون زما مور د نورستان يم
زه به اباديږمه خير دی که اوس وران يم

ما جګړی ليدلی دی ما لمبی ليدلی دی
ما عزت ليدلی دی ما سړی ليدلی دی
ما خپل پت ساتلی دی پوه په ننګ او نام يم
زه به اباديږمه خير دی که اوس وران يم

زه به ميرويس خان زيږوم زه به اکبر خان زيږوم
غږ به د ملالی شی زه به ايوب خان زيږوم
وياړ حفيظ مليار لری لوی افغانستان يم
زه به اباديږمه خير دی که اوس وران يم

ويانا د اتريش ښار

بی وطنه خښيدلبشپړ شعر ولولئ

بی وطنه خښيدل

حفیظ ملیار

که بی وطنه چيرته خښ شومه ژړا مکوی
که ارمانجنه چيرته خښ شومه ژړ ا مکوی
ما ويل وطن کی به می ژوند وی د د وستانو سره
که بي کفنه چيرته خښ شومه ژ ړا مکوی
دا جنازه چی می دا کوم طرف ته وړی عالمه
که ډک له غمه چيرته خښ شومه ژا مکوی
د ژوند ګلان می په هجران کی ټوکيدلی خلکو
ک ه بی ګلشنه چيرته خښ شومه ژړا مکوی
نه مور ا و پلار او ورور او خور سره زه وغږيدم
که بی ديدنه چيرته خښ شومه ژړا مکوی
وخته له تا ځينی حفيظ مليار خفه روان دی
که ګيله منه چيرته خښ شومه ژړا مکوی

ديار سترګیبشپړ شعر ولولئ

ديار سترګی

حفیظ ملیار

د يار
سترګی اثری دی

جوړ د
بنګو کنډولی
دی
ميکده د ترينه جار شی

ډک جام
ونه د ساقی
دی
تکی سری دی
لکه زرکی
خماری دی نيشه يي دی

ملنګان يي لاس
په نام دی

پتنګان يي سپيلنی
دی
له هرچا
يي زړګی وړی

له ملا
که له امی دی

هرچا کړی
ګوته غاښ ته

دا سپينږيری
او که زلمی دی

په حفيظ مليار نخری کړی

ځکه اوښکی تری جاری دی

ويانا داتريش ښار 17-01-2009

هلته تخارکيبشپړ شعر ولولئ

هلته تخارکي

حفیظ ملیار

د اوښکو پيغله می سر توره شوله
د مها جر
غوندی بيکوره شوله

دا هر سحر د ګل په پاڼو
زاړی
ځکه اغزو باندی نسکوره شوله

چا يي
په کلی راکټ و ويشتلو
شوله يتيمه او بی وروره شوله

دا ښايسته مخ يي ملغلرو غوندی
سپيره په خاورو تکه توره شوله

هلته تخار کی پښتانه خفه
دی
شمله مو ډکه له پيغوره شوله

حفيظ ملياره ارم
انی د نياده
تا چی ګڼله هغه نوره شوله

ويانا ښار ١٣ے٩ے٢٠٠٨

کوم اختر ؟ ؟ ؟بشپړ شعر ولولئ

کوم اختر ؟ ؟ ؟

حفیظ ملیار

اختره تاته کوم
اختر ووايم
څنګه به تا ته بختور ووايم
اوښکی لا پا کی ندی وچی ندی
څنګه
به تاته بختور ووايم

د پيغلو ﻻ سو کې
د نکريزی نشته
د خوښی شپی يی سندريزې نشته
ﻻ سونه
مات چمبی يی ماتې ښکارې
ټپی يی نشته څلوريزی نشته

ګوره د پیغلو اټا لونه نشته
د ځوانی خيال او حوسونه نشته
چارګل په پوزه باندی نه ښکاريږی
د شونډو سرو کی
پيزوانونه نشته

هلته کوڅو کی ببرسره ګرځی
ډير ماشومان مو در په دره ګرځی
د خواست په
ﻻس يوه روپی غواړی
تمامه ورځ تر مازديګره ګرځی

د چا کالی نشته
بوټان نلری
څيری کميس يی ﻻ ګريوان نلری
دا ټول بدن يی له يخنې نه ريږدی
ګرم لباس دا ملنګان نلری

ډيرو کورونو کې تختی لمدې دې
ځوانان شهيد دۍ او لمبی
لمبی دی
ډير د باروتو او مرمی خوراک شول
زړونه دې
چاودې او ارې ارې دې

اختره يی د زور واکانو اختر
لکه چی يی
د ظالمانو اختر
پام چی خفه
نشې ګيلی لرمه
کله به شې د م
ظلومانو اختر

شته دې ﻻسونه ﻻ
په وينو ککړ
شته انسانان
په خيانتونو ککړ
د ﻻله ګل سور داغ په
زړه پاته شو
د ليلی دشته په
زخمونو ککړ

حفيظ ( مليار ) يم
ارمانونه لرم
وطن می وران
دې چې غمونه لرم
اختره پوه شه
سپيلنې غوندې يم
دود يم لوګې يم ليونې غوندې يم

٢١ \ ٩ \ ٢٠٠٧ \ م
اتريش
ويانا