افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
بی وطنه خښيدل
که بی وطنه چيرته خښ شومه ژړا مکوی
که ارمانجنه چيرته خښ شومه ژړ ا مکوی
ما ويل وطن کی به می ژوند وی د د وستانو سره
که بي کفنه چيرته خښ شومه ژ ړا مکوی
دا جنازه چی می دا کوم طرف ته وړی عالمه
که ډک له غمه چيرته خښ شومه ژا مکوی
د ژوند ګلان می په هجران کی ټوکيدلی خلکو
ک ه بی ګلشنه چيرته خښ شومه ژړا مکوی
نه مور ا و پلار او ورور او خور سره زه وغږيدم
که بی ديدنه چيرته خښ شومه ژړا مکوی
وخته له تا ځينی حفيظ مليار خفه روان دی
که ګيله منه چيرته خښ شومه ژړا مکوی