د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران8588 شعرونه
حفیظ ملیار

زه تبعيض پرست نه يم

ځاله د زمريانو يم کور د احمد خان يم
زه به اباديږمه خير دی که اوس وران يم

زه تبعيض پرست نه يم ټول يو افغانان دی
ازبک که هزاره تاجک واړه می بچيان دی
لراوبر پښتون زما مور د نورستان يم
زه به اباديږمه خير دی که اوس وران يم



ما جګړی ليدلی دی ما لمبی ليدلی دی
ما عزت ليدلی دی ما سړی ليدلی دی
ما خپل پت ساتلی دی پوه په ننګ او نام يم
زه به اباديږمه خير دی که اوس وران يم



زه به ميرويس خان زيږوم زه به اکبر خان زيږوم
غږ به د ملالی شی زه به ايوب خان زيږوم
وياړ حفيظ مليار لری لوی افغانستان يم
زه به اباديږمه خير دی که اوس وران يم



ويانا د اتريش ښار

د شاعر نور شعرونه ←