د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1296 شاعران8588 شعرونه
حفیظ ملیار

ناحيدی شهيده

ما په ځانګو کې ما شومان پيژني
زما غيرت زما ايمان پيژني

که له هر کاڼي بوټي وپوښتي څوک
ما له امونه تر بولان پيژني

د ميوندی ملالی نوم نه قربان
چې په ټپو يي زوړ او ځوان پيژني

د مور خدمت چې کړي جنت ته به ځي
دا جنتيان افغانستان پيژ ني

په ميکده کې خم په سر اړوو
مونږه بدمسته جهانيان پيژني

د ناهيدۍ شهيدی رنګ د وينې
په سور شفق کې پاس اسمان پيژني

له خود غرضو نه نفرت لرمه
يم يو فقير ما ملنګان پيژنی

حفيظ مليار زخمي زخمي روان يم
ما بل څوک نه ما خپل ارمان پيژني

د شاعر نور شعرونه ←