د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1511 شاعران8588 شعرونه
حفیظ ملیار

هر افغان

هر افغان راته د ښکاي چمن ګل دی
د لغمان که د کابل يا سرپل دی

قندهار که پکتيا ده که بغلان دی
په شملو يي ښا يسته هرخوا محل دی

له کنړه تر هلمنده تر مزاره
زما وينه ده وجود دی زما خپل دی

نورستان دی که غزني دی که هرات دی
يو افغان دی خپل ساتونکی د مرچل دی

دې هجران کې افغانان چې يو ځای وينم
خوشبويي د ننګرهار د نارنج ګل دی

د تبعيض په نوم چې اور بلول غواړي
افغان ندی دی غلام دی دی د بل دی

د خيبر او هندوکش شملی چې ساتي
ای حفيظ ملياره دا زمونږ اتل دی

د شاعر نور شعرونه ←