پښتو ادب · شاعران
فدامحمد نومير
د فدامحمد نومير پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
41 خپاره شوي شعرونه
داسيا زړهبشپړ شعر ولولئ
داسيا زړه
فدامحمد نومير
زړه د اسيا کي غلي غلي تو پا نو نه
دي
تالندي،بريښناوي خړي وريځي غرونه غرونه دي
زړه داسيا کي تور لوګي خيژ ي اسما ن لره
پوړندو، ايرو کي پټ پراته سورکي اورونه دي
زړه داسيا کي لوی، واړه په و ينو سرو ژاړي
اوښکوديتم کي څپڅپانده سيلا بونه دي
زړه د اسيا کي تور
پړوني بيا سرتوري شوې
ښار،کلو،کوڅو کي د پردو پراته فوځو نه دي
زړه داسيا کي لاله رنګ د
وينو کښلی دی
هسک د ازادی غرونو، رغونو کي توغونه دي
زړه داسيا کي کور په کور نارې سورې ګډي
جنګ ته
دښمن وتي ځوانان اوزلمي نجونه دي
زړه داسياکي دښکيلاک به زاره وچاودي
دلته تبا ه شوي دفرنګ، روس
پلټنونه دي
ارواين،کلفورنيا،متحده ايالات
سپيني ماڼۍبشپړ شعر ولولئ
سپيني ماڼۍ
فدامحمد نومير
دبالابلوک دشهيدانوپه ياد
سره اورونه دي راتوی پرې
له اسمان کړه
بيادي لاس په وينوسره د مسلما ن کړه
نه،طالب،نه القاعده اونه بل
کس وو
تاچي هسک نه دمردکو پرې باران کړه
کور و کلي دي
په خاورو واړوله
په سرو وينو کي لت پت دي ماشومان کړه
دتور سرو دي
پړوني پر سر وسو ه
دمرغو په څيردي ښکارتنکي ځوانان کړه
دواده ناوي له تا په امان نشوي
سره لاسونه په حنا دي شهيدان
کړه
په سيالي کي دټانک شوبلوکه يوو پاته
خدای دي کور په زلزله اوتوپان وران کړه
ستادصلحي عدالت پيغام باروت شوه
ماڼۍ سپيني لږمهار دي سره ليوان کړه
٢،جون،٢٠٠٩
متحده ايالات ،کلفورنيا
انارګلبشپړ شعر ولولئ
انارګل
فدامحمد نومير
دارغند په پلؤ دنګه
په سرووينواې ککړه
دترنک،ارغستان وياړه
دهلمند
دڅپو خروښه
اې دبست دتاريخ بابه
دنارنج دبرجو توغه
دميرويس دلاس نهاله
دمحموددسوبي فاله
داحمد
دچيغو تندره
دميوند دايوب ډاله
تورپيکۍ داوربل ننګه
دملالي دغاړ هاره
خاطرې يادوې تيري
دسومادمستو
بوټو
دارکوزداولس ستورې
زمادهيلو انارګله
کابل،جمال مېنه،١٠حمل١٣٥٦
دفطرت شهکاربشپړ شعر ولولئ
دفطرت شهکار
فدامحمد نومير
په هر لوري رنګ پاشي ده نو بهار دی
کلی،کور،کوڅه،محله ګل و ګلزار دی
مځکه شنه راغونه شنه لمني شنې دي
څه ښه ښکلی ښايسته نقش
ونګار دی
ښه راغلي ته ګل شيندل په هرطرف دي
دښت اوغر که کنډواله او که بازار دی
بخملونه غوړيد لي دي په دښتو
په اطلسوباندي فرش هر يوو ديار
دی
بوی دعطرو له هر خوا څه ولاړيږي
برکت دتخت دناوي
د رفتار دی
شنه طوطيان اهسته برو ورلره وائي
په مستي مستي
اواز د هر افشار دی
دهري رانجه په سترګو ئي وهلي
الواني قلنګ په تن
ئي دمزار دی
په نخرو نخرو قدم ږدي شنو جامو کي
سوراوسپين ئي پرسينه اويزان هاردی
ټيک
ئي هم پرسپينه ټنډه لګو لۍ
نوی موډ نوی فيشن نوی سينګار دی
قافلې د خلوتو ورسره درومي
دياقوتو، زمرودو پسول پرې بار دی
په کمڅو کې ملغلري ورته ايښي
تور پيکۍ ئي دبوډۍ دټال ابزار دی
قد،قامت ئي د هوا بلبلي
ستائي
دبورا څيېري سينه کي پټ اسراردی
ښه ماهر خياط کالي ورته ګنډ لي
مرواري بدن د ورايه ترې اشکار دی
يوو نظر باندي عالم پرځان مين کړي
مال دولت ترهسي زيب زينت نثاردی
داهمه
چي معلوميږي نورڅه نه دي
دفطرت دصنعت کمکۍ شهکار دی
٢١،مارچ،٢٠٠٠کلفورنيا،دامريکامتحده ايالات
نبوي میلادبشپړ شعر ولولئ
نبوي میلاد
فدامحمد نومير
نبوي میلاد
ليکونکی فدامحمد نومير
په هسک وې د ظلمت
لړي
هره خواتوري تيارې وي
وه تور تم نړی نيولي
تروږمی وې توري شپي وي
اسمان پټ ؤ په اوريځو
جهل خپور ؤ په هر لوري
رڼا نه ښکاريدل هسک کي
نه وه ځل په اسمان ستوري
دسنګ،غوښو بندګي وه
په سجد وه دبتانو
لاره بيله دهرخيل وه
څه چي څه کړه زورګويانو
په تياروکي حرکت ؤ
واړپه غم دخپل نفس وه
غرقيدل وه ورکيدل وه
لاره ورکه له هرکس وه
دڅښتن په پيرزوينه
په ښارګي دبيت الله کي
يوو رڼا وځليدله
په کاله دعبدالله کي
دهسک سترګي شوي ځرکندي
تياري ټولي شوي سبا شو
داحمد په زيږيدنه
همه واړ جهان رڼاشو
چي محبوب خوله په خندداکړه
لات،منات پريوت
نسکوره
ماڼی ړنګه دکسرای شوه
عجم ولويدل له زوره
دظلمت لړی شوي ټولي
تروږمی لاړي سباؤن شو
جهل خپل لمن کړه ټوله
نوی ژواک
نوی ژوندون شو
داجهان چي نن روښان دی
دا رڼا ديوو احد ده
چي ئي
سوبه په تياروشوه
زيږيدنه داحمد ده
٢٥،اووګسټ،١٩٩٣متحده ايالات،کلفورنيا
فلسطينبشپړ شعر ولولئ
فلسطين
فدامحمد نومير
فلسطين په اورکي سوځي
مسلمان په خوب ويده دی
انسانان دي کاڼه شوي
سترګور ړوندپه ديده دی
هسک څه اوري پرې بمونه
لوی،واړه وينوکي لامبي
مځکه شوبلو ده نيولې
څوک به واوري
ژړاساندي
اسمان پټ په توردودو دی
کښته بلي سرې لمبي دي
ماشومان پکي سوځيږي
دنجات نجات نارې دي
دفرعون،هامان فوځونه
په موسی پسي راوتي
چي دحق اوازکاغلی
دايووڅووحشي لاسپوڅي
رودنيل به ئي لاهوکړي
داياغي،باغي فوځونه
دادحق،حقه وعده ده
ځاي ته نه رسي ظلمونه
٤جنوري٢٠٠٩متحده ايالات،کلفورنيا
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فدامحمد نومير
چي مين شوم په يکتا غزالو سترګو
زړه مي ي يووړ داشناملالو سترګو
دبڼو غشي ئې ښخ زماپه زړه کړه
په يوه نظر بيابيا خونکارو سترګو
سترګي نه وې دسروميو
سرې پيالې وې
کړم بيخوده له دنيا خمارو سترګو
مړو کتو کې ساحران وه راټول کړي
ليونئ کړم دصحرا
نګارو سترګو
حال دسترګو نومير نشمه ويلئ
هسي ښکارکړمه بيګاۀ مستانو سترګو
٣
جولائ ٢٠٠٧ متحده ايالات،کلفورنيا
ازادمرغهبشپړ شعر ولولئ
ازادمرغه
فدامحمد نومير
له يوه دامه سرکاږم
په بل دام باندي کښيوزم
زه په ځان باندي پوه نه
يم
غورځم پرځم اوپرېوزم
غوړېدلي دي وماته
په هرلورلومي،تلکي
چي مي ښه پکي راښکيل کي
پښې راوتړي هم کلکي
راته اوسي پټ خزو کي
الوته مي په ځير څاري
زمادغوښوخلک وږي
چانيولي راته لاري
په ماشو ئې ګوتي
ايښي
ښکاريان وينم غلي غلي
پاس شاهين وهي څرخونه
سرې مښوکي سرې منګولي
په يوه دانه مي پلوري
هنرمند
سوداګران دي
دپرواز بڼي مي کاږي
داهم هغه صيادان دي
زه مرغه ازاد مرغه يم
دخپل سيل سره پروازکړم
وقفس
ته پيدانه يم
په هرڅانګه خپل اوازکړم
لاس دي ووينځه صياده
زماددام له کښيستلو
داجالونه،لومي واخله
دادوراسته وراسته تارونه
٢٣نوامبر٢٠٠٨متحده ايالات،کلفورنيا
دازادۍ اختربشپړ شعر ولولئ
دازادۍ اختر
فدامحمد نومير
اې اختره
زموږکورته مه راځه
زموږ په کورکي کونډي ژاړي
ديتيمانو
اهونه دي
زموږکورته مه راځه
ته دازاده ؤ اختر يي
تاته موږ نه ناڅو
ځه نو زموږ له کوره ووځه
ځه ځه
موږ
دجهاددسنګرمل يوو
موږ دمورچل دښوونځۍ زده کړيان يوو
موږ دلوئ دښمن سره په جنګ يوو
زموږ غليم دانسانيت غليم دئ
زموږ اختردغليم ماتې ده
زموږ کالي په وينو لژند دي
ځه ځه
ته دبختورو اختر يي
ته موږ نشي خوشحالولي
تاته نور ځايونه خلک ناڅي
ځه دهغو نڅا ه ته ځه
ځه چي هغوئ درته ناڅي
موږ ازادي ته ناڅو
هو اې اختره
موږ ازادي ته ناڅو
ځه ځه
تا رنګ ډير اخترونه راغلي
ته موږ نشي خوشحالولي
موږ شهيدان لرو
موږ
بنديان لرو
موږ دغرو اواره ګان لرو
زموږ مجاهدين دمورچلؤ څوکيداران دي
هغوي په فيصله کونکې غزا بوخت
دي
ځه ځه
زموږ له کوره ووځه
ځه نو ځه
اې اختره ځه
زموږ اختر بل اختر دۍ
په هيواد کي داسلامي جنډې درپا
اختر
اختر زموږ خپلواکي ده
خپلواکيي؛دټول انسانيت خپلواکي
٢٩ جولاۍ ١٩٨٢
غربي المان،کيولن
آزاديبشپړ شعر ولولئ
آزادي
فدامحمد نومير
آزادي
ليکونکئ فدامحمد نومير
زه د نوي ژوند اغاز يم
زه د لو ړو غرونو باز يم
کوکه ، کړ يکه ، زو ږ اواز يم
مجاهد پرګنۍ سر باز يم
اوښتون زماحماسه ده
ازادي مي نښانه
ده
زه تو پان تند ر بر يښنا يم
زه دتورو شپو اشنا يم
د بدلون بدلون رڼا يم
و ړانګه څرک ، لمرد سبا يم
ولس ژواک زما ترانه ده
ازادي مي نښانه ده
زه دکږليچو منزل يم
زه د سرو وينو مور چل يم
کناروکي د هسک ځل يم
د هد ف په لور تکل يم
وړاندي تګ زما و لوله ده
ازادي مي نښانه ده
زه دښمن داستعمار يم
زه ګورکن داستثم
ار يم
اور بڅرکۍ سورر انګار يم
ستورۍ ځل د سپين سهار يم
ولس واک زما غلبله ده
ازادي مي نښانه ده
زه د
ننګ سرتير ځوان و يښ يم
زه دهر ستم سا ه کيښ يم
دتو پونو ، ټينکو بر يښ يم
د رڼا په لوري ليښ يم
الجهاد زم
ا فلسفه ده
ازدي مي نښانه ده
کابل ، انصاري واټ ، ٦ جدي