پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دفطرت شهکار
په هر لوري رنګ پاشي ده نو بهار دی
کلی،کور،کوڅه،محله ګل و ګلزار دی
مځکه شنه راغونه شنه لمني شنې دي
څه ښه ښکلی ښايسته نقش
ونګار دی
ښه راغلي ته ګل شيندل په هرطرف دي
دښت اوغر که کنډواله او که بازار دی
بخملونه غوړيد لي دي په دښتو
په اطلسوباندي فرش هر يوو ديار
دی
بوی دعطرو له هر خوا څه ولاړيږي
برکت دتخت دناوي
د رفتار دی
شنه طوطيان اهسته برو ورلره وائي
په مستي مستي
اواز د هر افشار دی
دهري رانجه په سترګو ئي وهلي
الواني قلنګ په تن
ئي دمزار دی
په نخرو نخرو قدم ږدي شنو جامو کي
سوراوسپين ئي پرسينه اويزان هاردی
ټيک
ئي هم پرسپينه ټنډه لګو لۍ
نوی موډ نوی فيشن نوی سينګار دی
قافلې د خلوتو ورسره درومي
دياقوتو، زمرودو پسول پرې بار دی
په کمڅو کې ملغلري ورته ايښي
تور پيکۍ ئي دبوډۍ دټال ابزار دی
قد،قامت ئي د هوا بلبلي
ستائي
دبورا څيېري سينه کي پټ اسراردی
ښه ماهر خياط کالي ورته ګنډ لي
مرواري بدن د ورايه ترې اشکار دی
يوو نظر باندي عالم پرځان مين کړي
مال دولت ترهسي زيب زينت نثاردی
داهمه
چي معلوميږي نورڅه نه دي
دفطرت دصنعت کمکۍ شهکار دی
٢١،مارچ،٢٠٠٠کلفورنيا،دامريکامتحده ايالات