افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
انارګل
دارغند په پلؤ دنګه
په سرووينواې ککړه
دترنک،ارغستان وياړه
دهلمند
دڅپو خروښه
اې دبست دتاريخ بابه
دنارنج دبرجو توغه
دميرويس دلاس نهاله
دمحموددسوبي فاله
داحمد
دچيغو تندره
دميوند دايوب ډاله
تورپيکۍ داوربل ننګه
دملالي دغاړ هاره
خاطرې يادوې تيري
دسومادمستو
بوټو
دارکوزداولس ستورې
زمادهيلو انارګله
کابل،جمال مېنه،١٠حمل١٣٥٦