د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
فدامحمد نومير

غزل

چي مين شوم په يکتا غزالو سترګو
زړه مي ي يووړ داشناملالو سترګو


دبڼو غشي ئې ښخ زماپه زړه کړه
په يوه نظر بيابيا خونکارو سترګو



سترګي نه وې دسروميو
سرې پيالې وې
کړم بيخوده له دنيا خمارو سترګو



مړو کتو کې ساحران وه راټول کړي
ليونئ کړم دصحرا
نګارو سترګو



حال دسترګو نومير نشمه ويلئ
هسي ښکارکړمه بيګاۀ مستانو سترګو




٣
جولائ ٢٠٠٧ متحده ايالات،کلفورنيا

د شاعر نور شعرونه ←