د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
فدامحمد نومير

ازادمرغه

له يوه دامه سرکاږم
په بل دام باندي کښيوزم
زه په ځان باندي پوه نه
يم
غورځم پرځم اوپرېوزم
غوړېدلي دي وماته
په هرلورلومي،تلکي
چي مي ښه پکي راښکيل کي
پښې راوتړي هم کلکي
راته اوسي پټ خزو کي
الوته مي په ځير څاري
زمادغوښوخلک وږي
چانيولي راته لاري
په ماشو ئې ګوتي
ايښي
ښکاريان وينم غلي غلي
پاس شاهين وهي څرخونه
سرې مښوکي سرې منګولي
په يوه دانه مي پلوري
هنرمند
سوداګران دي
دپرواز بڼي مي کاږي
داهم هغه صيادان دي
زه مرغه ازاد مرغه يم
دخپل سيل سره پروازکړم
وقفس
ته پيدانه يم
په هرڅانګه خپل اوازکړم
لاس دي ووينځه صياده
زماددام له کښيستلو
داجالونه،لومي واخله
دادوراسته وراسته تارونه




٢٣نوامبر٢٠٠٨متحده ايالات،کلفورنيا

د شاعر نور شعرونه ←