پښتو ادب · شاعران
قدرت الله درمان
د قدرت الله درمان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
17 خپاره شوي شعرونه
غزل -- قدرت الله درمانبشپړ شعر ولولئ
غزل -- قدرت الله درمان
قدرت الله درمان
غزل
څه مې پوښتې چې څ ګزران دی ښه دی
بس خو ژوندی یم وخت روان دی ښه دی
چې ستا د تللو مخنیوی یې کړی
لالیه باد دی که باران دی ښه دی
چې انسانیت په کې ژوندی پاتې دی
نور که هندو که مسلمان دی ښه دی
د شیخ خبرو پسې مه ګرځېږه
مینه کوه خدای مهربان دی ښه دی
نه په درمان پسې مې بد مه وایئ
زما درمان ګل د ریحان دی ښه دی
قدرت الله درمان
د قدرت الله درمان یو بل ښایسته غزلبشپړ شعر ولولئ
د قدرت الله درمان یو بل ښایسته غزل
قدرت الله درمان
غزل
له ونې ټیټ له رنګه تور دی د ببري انځــــــــور دی
دا خو زما د زړه په بام د مات کودي انځــــــــور دی
دا د په خیال خاطر کې رانشي چې هیر به د کــــړم
جانانه ستا د مخ تصویر مې په زړګي انځـــــور دی
د غره لمن کښې اشنا بیا د بوډۍ ټال جوړ شــــــوی
راشه ته ګوره ستا د شنه او سره ټیکري انځور دی
زما په خاوره داسې ځای نشته چې ژوبل نـــــه وي
په هر نښتر په هر چینار د مړدکي انځـــــــــور دی
دنګه ځواني نرګسي سترګې او ګل ګل اننګـــــــــي
نظر یې مه کړې جانان واړه د سپرلي انځــــور دی
چې درته ګران نه وم قربان د شمـــــــــــه دا ووایــه
دا دې درمان توری د څله په منګي انځـــــــور دی
قدرت الله درمان
خوست
د قدرت الله درمان یو غزلبشپړ شعر ولولئ
د قدرت الله درمان یو غزل
قدرت الله درمان
غزل
اوري له هر لوري په ما ستا د بیلتون کاڼې دي
زیړې مې په تا پسې اشنا د ژوندون پاڼــې دي
ستا په زیړ بخنو اننګیو باندې سرې زخـــــې
ته وا د ګلاب په زیړو پاڼو کښې مماڼـــې دي
راغلې د ګودر په لوري دنګې غاړۍ وګــوره
ته وا چې په سیل راوتي بطې دي یا زاڼې دی
خپله که سپرلی نه خو کم د سپرلي هم نه دی
مخ یې د ګلاب په څیر او شنډې یې ګلپاڼې دي
ځار دشم د مینې مخبت خوږې قیصې کــــوه
مه کړه د نفرت قیصې ترخې لکه بیکیاڼې دي
نشته دي درمانه داسې څوک چې یې خوښیږي نه
ښکلي پیدا شوي په مثال لکه زرکاڼــــــــې دي
قدرت الله درمان
خوست
غزل قدرت الله درمانبشپړ شعر ولولئ
غزل قدرت الله درمان
قدرت الله درمان
غزل
خير که دا ټوله زمانه مې په کيسه کښې نــــــــــــه ده
خبره دا ده چې هغه مې په کيسه کښې نــــــــــــــه ده
ما سره خلکه زما خپل زړګى په لاره نه ځـــــــــــــي
زما د خپل وجود حصه مې په کيسه کښـــــــــې نه ده
چې مخامخ وم نو د دواړو سترګو تور يې ومــــــــــه
چې لږ پناه شم نو ذره مې په کيسه کښې نـــــــــه ده
اشاره وکړي خو په ښه او بد يې پوى نه نشمـــــــه
دا ستا د سترګو فلسفه مې په کيسه کښــــــــې نه ده
فکر مې نه شي چې درمانه ما تر غاړې يوســــــي
د بيلتانه د سيند څپه مې په کيسه کښې نــــــــــه ده
قدر ت الله درمان
د قدرت الله درمان نوی غزلبشپړ شعر ولولئ
د قدرت الله درمان نوی غزل
قدرت الله درمان
غزل
نور نه ځمه له تا سره په لاره بې اعتبــــــــــــــاره
پریږدې مې بیا په نیمه کې نګاره بې اعتبـــــــــاره
زه ناست وم له ماښامه تر سهاره بې اعتبــــــــــاره
ته ټینګ نه شوې په خپله وعده یاره بې اعتبـــــاره
دا تا وې چې د وخت چړې به غبرګې په ټټر خورو
نو ولې اوس په شا شوې له یوه خاره بې اعتبــــاره
غمونه د بیلتون د راتــــــه نوره هـــم سیـــوا کــړل
ځه ورک شه د ساقي د لاس خماره بې اعتبــــــاره
یوه خو نه ده کومه بې رخـــي به د بیــــان کــــړم
دوکې د راسره کړي بې شماره بې اعتبـــــــــــاره
نور خوښه د راځې که نه راځې خو دومره واوره
مړ کیږم نور له دغه انتظاره بې اعتبـــــــــــــــاره
له څه چې یریدمـــه هــــم هغــــه وشـــــو درمانه
اخیر هم د رقیب شو طرفداره بې اعتبــــــــــــاره
قدرت الله درمان
د قدرت الله درمان غزلبشپړ شعر ولولئ
د قدرت الله درمان غزل
قدرت الله درمان
غزل
داســـــې تر ډیره په بلۍ راپسې مه ودریږه
غـــم به راجوړ کړې لیونۍ راپسې مه ودریږه
زار د شم مه وهه سلـــګۍ راپسې مه ودریږه
په خدای مې وســپاره جینۍ راپسې مه ودریږه
ستا له اوبلــنو سترګو جار شمه بلا د واخلم
زړګــی مې شو پولۍ پولۍ راپسې مه ودریږه
د پلـــو لاندې غلي غلي په غلا غلا څارنه
ما به کړې خلاص له زندګۍ راپسې مه ودریږه
ځه! د وختونو پیغورونو ته ځان مه جــوړوه
بـــلا د واخلم د خولګۍ راپسې مه ودریږه
حالات تیارې ګرځوي د رواجـونـو چـړې
چـرته د پرې نه کړي مرۍ راپسې مه ودریږه
ته څه خبره یې بې تا هره لحظه په درمـــان
تیریږي څومــره په سختۍ راپسې مه ودریږه
قدرت الله درمان
د قدرت الله درمان یو وړوکی نظمبشپړ شعر ولولئ
د قدرت الله درمان یو وړوکی نظم
قدرت الله درمان
وړاندیز
ګرانې که خوښه د وي
نو یو وړاندیز لرمه
راځه چې یاد د ماشومتوب تازه کړو
راځه چې ښه ډیر پټ پټونی وکړو
قدرت الله درمان
غزل قدرت الله درمانبشپړ شعر ولولئ
غزل قدرت الله درمان
قدرت الله درمان
غزل
غړپ د اوښکو له ډک جام کوم روان یم
زړه مې نه ځي خو ناکام کوم روان یـــم
ستا لټون پسې په ورکو لارو سر یـــــم
ستا پوښتنه ګام په ګام کوم روان یــــــم
ته که نه یې خو ستا یاد راسره شته دی
لکه سوی لاس پرې پام کوم روان یــم
تیندکونه به نو خود خورمه پـــــه لاره
چې څارنه ستا د بام کوم روان یـــــــم
څه کم عقل یم د خپلو ارمـــانـــــونــــو
زه په خپله قتل عام کوم روان یــــــــم
د الفت په لار مې ګام واخیست درمانه
هرکلی د هر الزام کوم روان یـــــــــم
قدرت الله درمان
1 نومبر 2010 کابل هوایی ډګر
غزل قدرت الله درمان خوستبشپړ شعر ولولئ
غزل قدرت الله درمان خوست
قدرت الله درمان
غزل
لکه خوشبو لکه وږمه شي په زيړي ماذيـــــــــــــګر
په زړه او ذهن مې خوره شي په زيړي ماذيـــــــــــګر
تمامه ورځ د کړمه شيخه د مذهب پيـــــــــــــــــــروي
خو رانه هيره ستا توبه شي په زيړي ماذيــــــــــــګر
لمر لا د غره په سر ولاړ وي خو چې ته لاړه شــــــــــې
په واړه چم توره تياره شي په زيړي ماذيــــــــــــــــګر
ناصحه بس دې نور د خداى لپاره وه مې بښـــــــــــه
د کار روزګار خبرې نه شي په زيړي ماذيــــــــــــګر
د وجود هر اندام مې بيلا بيل راولـــــــــــــــــــــړزوي
چې په بلۍ کږه وږه شي په زيړي ماذيـــــــــــــــــــــګر
چاته له غمه تر سهاره پورې خوب نه ورځـــــــــــــــي
څوک د له غمه بيا اوده شي په زيړي ماذيـــــــــــــګر
دا يو اخسان په درمان وکړه د رقيب له ضــــــــــــــده
راشه چې غبرګ زامن يې مړه شي په زيړي ماذيګـــر
قدرت الله درمان
خوست
غزل قدرت الله درمان خوستبشپړ شعر ولولئ
غزل قدرت الله درمان خوست
قدرت الله درمان
غزل
لمن لمن وږمې لري غاټول دى يو ســــــــــــــــړى
د زړه په روماله کې مې راټول دى يو ســـــــــــړى
زما سوليز زړه ورپسې ګرځي ناقــــــــــــــــــرار
د مينې مخبت کره سمبول دى يو ســــــــــــــــــړى
په يو نظر کتو زړونه اوباسي له ګوګـــــــــــــــــل
تر دې خده جذاب دى او مقبول دى يو ســـــــــړى
ناصحه چې هر څه دى زما خوښ دى زما يار دى
سره د ليونتوبه مې قبول دى يو ســــــــــــــــــــړى
له ځانه نا خبره له جهانه نا خبـــــــــــــــــــــــــــر
په غم کې دې تر دې خده مشغول دى يو ســـړى
هوا ترينه څپې څپې خوشبو راليــــــــــــــــږدوي
درمانه د نرګسو له کهول دى يو ســــــــــــــــړى
قدرت الله درمان
خوست
darman_af@yahoo.com