پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل قدرت الله درمان خوست
غزل
لکه خوشبو لکه وږمه شي په زيړي ماذيـــــــــــــګر
په زړه او ذهن مې خوره شي په زيړي ماذيـــــــــــګر
تمامه ورځ د کړمه شيخه د مذهب پيـــــــــــــــــــروي
خو رانه هيره ستا توبه شي په زيړي ماذيــــــــــــګر
لمر لا د غره په سر ولاړ وي خو چې ته لاړه شــــــــــې
په واړه چم توره تياره شي په زيړي ماذيــــــــــــــــګر
ناصحه بس دې نور د خداى لپاره وه مې بښـــــــــــه
د کار روزګار خبرې نه شي په زيړي ماذيــــــــــــګر
د وجود هر اندام مې بيلا بيل راولـــــــــــــــــــــړزوي
چې په بلۍ کږه وږه شي په زيړي ماذيـــــــــــــــــــــګر
چاته له غمه تر سهاره پورې خوب نه ورځـــــــــــــــي
څوک د له غمه بيا اوده شي په زيړي ماذيـــــــــــــګر
دا يو اخسان په درمان وکړه د رقيب له ضــــــــــــــده
راشه چې غبرګ زامن يې مړه شي په زيړي ماذيګـــر
قدرت الله درمان
خوست