افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل قدرت الله درمان خوست
غزل
لمن لمن وږمې لري غاټول دى يو ســــــــــــــــړى
د زړه په روماله کې مې راټول دى يو ســـــــــــړى
زما سوليز زړه ورپسې ګرځي ناقــــــــــــــــــرار
د مينې مخبت کره سمبول دى يو ســــــــــــــــــړى
په يو نظر کتو زړونه اوباسي له ګوګـــــــــــــــــل
تر دې خده جذاب دى او مقبول دى يو ســـــــــړى
ناصحه چې هر څه دى زما خوښ دى زما يار دى
سره د ليونتوبه مې قبول دى يو ســــــــــــــــــــړى
له ځانه نا خبره له جهانه نا خبـــــــــــــــــــــــــــر
په غم کې دې تر دې خده مشغول دى يو ســـړى
هوا ترينه څپې څپې خوشبو راليــــــــــــــــږدوي
درمانه د نرګسو له کهول دى يو ســــــــــــــــړى
قدرت الله درمان
خوست
darman_af@yahoo.com