افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
د قدرت الله درمان یو بل ښایسته غزل
غزل
له ونې ټیټ له رنګه تور دی د ببري انځــــــــور دی
دا خو زما د زړه په بام د مات کودي انځــــــــور دی
دا د په خیال خاطر کې رانشي چې هیر به د کــــړم
جانانه ستا د مخ تصویر مې په زړګي انځـــــور دی
د غره لمن کښې اشنا بیا د بوډۍ ټال جوړ شــــــوی
راشه ته ګوره ستا د شنه او سره ټیکري انځور دی
زما په خاوره داسې ځای نشته چې ژوبل نـــــه وي
په هر نښتر په هر چینار د مړدکي انځـــــــــور دی
دنګه ځواني نرګسي سترګې او ګل ګل اننګـــــــــي
نظر یې مه کړې جانان واړه د سپرلي انځــــور دی
چې درته ګران نه وم قربان د شمـــــــــــه دا ووایــه
دا دې درمان توری د څله په منګي انځـــــــور دی
قدرت الله درمان
خوست