د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

خير الله “خيال”

د خير الله "خيال" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

خير الله "خيال"

چې راخور شو پرې زما
دجلال سيورى
لا رنګين دې شو آشنا د
جمال سيورى

دلته ټول ماحول په وينو
باندې سور دى
دلته ژوند دى د ګناه د
وبال سيورى

د پردېس په هره ټکنده
غرمه کې
راياديږي د خپل کور د
ديوال سيورى

دپردي کلتور سيليو ترينه
ويوړو
زمونږ د پيغلو له سرونو د
شال سيورى

د غاټولو د داغو په ژبه
پوه شوم
چې په زړه باندې مې وشو د
خال سيورى

تور آطلس ورباندې نه دى
غوړېدلى
په مزار باندې د يار دى د
خيال سيورى
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

خير الله "خيال"

ماته د هجر په ماښام
کـــــې بلېـــدې ډيــوې
دويلي، ويلي ژوند لـه
بامـــه پرېوتــې ډيوې

ما د لمبو په چيغو تل
بيداروي له خـــــوبه
زمـــا د هـــــر يوه
احســـاس هــرې جذبې ډيوې

دا ته پيغام مو‌‌ږ ته د
کومې نظـــــــــريې
راکوې
چې په تياره کې يې ژوند‌ۍ
رڼا کې مرې ډيوې

يوه شېبــــه چــــې رانه
پټه کــــــړې لمبه د
نظــــر
د تورتمــــــــونو په
معنــــــي مـــې
پوهـــــوې ډيوې

زمـــوږ د ورځــــو د
خــوني غوندې تيارو لـه
وهمه
ته بس يواځــــــې تر
سحـــــر راســـره
ځـــــې ډيوې

ټولې خبـــرې يې
سنــــدرې شوې پر سـوو
شونډو
چــې د پتنـګ ســـره
خلـــوت کـــې غږېدې ډيوې

لېوني خيــــــال دې کړو
حيران دې جادوګرې آدا
تا د نظـــر په پوکـــــي
بلــــې کړلـــې مـــــړې
ډيوې

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

خير الله "خيال"

آ تکې سپينې دخونکارو
جامې
اخر کړې داغ د وينو دارو
جامې

په هر يو لوري مو هجرت
کړى دى
موږ کړې زړې دټولو لارو
جامې

په پردۍ ستن يې پيوندونه
ګنډو
اسمان راکړي دي د خوارو
جامې

ټول تصويرونه يې د ښکلو
زړونه
کاڼو اغوستي د هندارو
جامې

کړي به خړوب د زړګي تږى
فصل
د خيال پر غرو د ياد د
واورو جامې
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

خير الله "خيال"

په هر خزان کې دسپرلي
خــــــــوبونــــــــه

موږدي ليدلي لېوني
خــــــــــوبــــــــــــــــونه

تل درنګــــونـــو
تعـــــــبيرونــــــــه
راوړي
دهر ګلاب دهــــــــر
ببري
خــــــــــــوبونــه

مونږه د اوښکــــــــو
دويالـــــې پرغـــاړه
بلا تېر کړي
آرمـــــــــــــــــــاني
خوبـــونه

چې مو ګنډلي دي په
سترګــــــو پورې
وخت رانه تروړي قيمتي
خـــــــــوبونه

زه يې غفلت نه بغاوت
ګڼمــــــــــــــــــه
زما دخيال زخمي،زخمي
خــــــوبونه
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

خير الله "خيال"

له تيارو تېښته د رڼا په
لوري لا ګرانه ده
بلوه شمعې که پر تا باندې
رڼا ګرانه ده

چې په مانا د انقلاب کې
انقلاب راولي
په ما دداسې انقلاب چيغه
بلا ګرانه ده

لا دې د سترګو نه د غلا
جرا‌‌ءت کولى نه شم
لا مې د مينې په ګناه
خپله حيا ګرانه ده

چې مې د ژوند په فلسفه کې
رنګيني پيدا کړي
ما ته له ډيرو ثوابونو دا
ګناه ګرانه ده

تل وي د هر يو ه آرمان په
لټون ورک لېونى
زما په خيال د ليوني جنون
صحرا ګرانه ده