د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي خير الله "خيال" شعرونه

غزل



ماته د هجر په ماښام کـــــې بلېـــدې ډيــوې
دويلي، ويلي ژوند لـه بامـــه پرېوتــې ډيوې

ما د لمبو په چيغو تل بيداروي له خـــــوبه
زمـــا د هـــــر يوه احســـاس هــرې جذبې ډيوې

دا ته پيغام مو‌‌ږ ته د کومې نظـــــــــريې راکوې
چې په تياره کې يې ژوند‌ۍ رڼا کې مرې ډيوې

يوه شېبــــه چــــې رانه پټه کــــــړې لمبه د نظــــر
د تورتمــــــــونو په معنــــــي مـــې پوهـــــوې ډيوې

زمـــوږ د ورځــــو د خــوني غوندې تيارو لـه وهمه
ته بس يواځــــــې تر سحـــــر راســـره ځـــــې ډيوې

ټولې خبـــرې يې سنــــدرې شوې پر سـوو شونډو
چــې د پتنـګ ســـره خلـــوت کـــې غږېدې ډيوې

لېوني خيــــــال دې کړو حيران دې جادوګرې آدا
تا د نظـــر په پوکـــــي بلــــې کړلـــې مـــــړې ډيوې

 

د شاعر نور شعرونه ←