د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي خير الله "خيال" شعرونه

غزل



آ تکې سپينې دخونکارو جامې
اخر کړې داغ د وينو دارو جامې

په هر يو لوري مو هجرت کړى دى
موږ کړې زړې دټولو لارو جامې

په پردۍ ستن يې پيوندونه ګنډو
اسمان راکړي دي د خوارو جامې

ټول تصويرونه يې د ښکلو زړونه
کاڼو اغوستي د هندارو جامې

کړي به خړوب د زړګي تږى فصل
د خيال پر غرو د ياد د واورو جامې
 

د شاعر نور شعرونه ←