د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي خير الله "خيال" شعرونه

غزل



چې راخور شو پرې زما دجلال سيورى
لا رنګين دې شو آشنا د جمال سيورى

دلته ټول ماحول په وينو باندې سور دى
دلته ژوند دى د ګناه د وبال سيورى

د پردېس په هره ټکنده غرمه کې
راياديږي د خپل کور د ديوال سيورى

دپردي کلتور سيليو ترينه ويوړو
زمونږ د پيغلو له سرونو د شال سيورى

د غاټولو د داغو په ژبه پوه شوم
چې په زړه باندې مې وشو د خال سيورى

تور آطلس ورباندې نه دى غوړېدلى
په مزار باندې د يار دى د خيال سيورى
 

د شاعر نور شعرونه ←