د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي خير الله "خيال" شعرونه

غزل



په هر خزان کې دسپرلي خــــــــوبونــــــــه
موږدي ليدلي لېوني خــــــــــوبــــــــــــــــونه

تل درنګــــونـــو تعـــــــبيرونــــــــه راوړي
دهر ګلاب دهــــــــر ببري خــــــــــــوبونــه

مونږه د اوښکــــــــو دويالـــــې پرغـــاړه
بلا تېر کړي آرمـــــــــــــــــــاني خوبـــونه

چې مو ګنډلي دي په سترګــــــو پورې
وخت رانه تروړي قيمتي خـــــــــوبونه

زه يې غفلت نه بغاوت ګڼمــــــــــــــــــه
زما دخيال زخمي،زخمي خــــــوبونه
 

د شاعر نور شعرونه ←