د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

احسان الله جرس

د احسان الله جرس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

ستوريبشپړ شعر ولولئ

ستوري

احسان الله جرس

 موږ د ښكلا په لوري ځو د ميني توري راوړو 

او د وطن د هسك لپاره رنګين ستوري راوړو
 
ځو له تقدير څخه بدله د كړاوونو اخلو 
او د ژوندون شلېدلى هار مو پرله پوري راوړو*

څنګه ملګرو زموږ ادب به پرمختګ و نه كړي
چي هر غزل كي د الله د نامه توري راوړو
 
موږ خو په شان د پتنګانو قربانۍ لره ځو 
د ازادۍ شغله د خپل وطن په لوري راوړو

چي حريفان راته بې ننګه كله و نه وايي
د تن څراغ لره د وينو تېل سرزوري راوړو
 
موږ په ټوپونو بيا دلمر كاله و خواته درومو 
داسي څراغ چي ټوله يو شان رڼا پلوري راوړو

۹/۴/۱۳۸۰ كندهار
* تر دغه ځايه د پتيال صاحب د غزل څخه اخيستنه 
غزل: لكه يو څاڅكىبشپړ شعر ولولئ

غزل: لكه يو څاڅكى

احسان الله جرس

لكه يو څاڅكى چي د اوښكو پر باڼه دى ولاړ
داسي مي يار د زړه جومات كي پر لمانځه دى ولاړ

اوس د بېلتون د (سره) لښكرو څخه هيڅ نه بېريږي
د ښكلا ياد يې نن په څېر د پښتانه دى ولاړ

زما د زړه په كور كي اوسي مينه ډېره وخته!
د كينې كلى بل ځاى ګوره دلته نه دى ولاړ

د وخت اغيار غواړي همدا سنګر مي ونسي ژر
مګر د ميني مي بيرغ د زړه پر غره دى ولاړ

دغه جرس به وروڼو څنګه خوشالي نه كوي
چي يې يار مخ ته پر ټټر د بېلتانه دى ولاړ

۱۰/زمرى/۱۳۸۰ كندهار
هرات دروازه
ديدنبشپړ شعر ولولئ

ديدن

احسان الله جرس

و زړه ته مي  هر وخت راځي يادونه كنداري
راځه چي سره وكړو ديدونه كنداري

اسمانه! ته خو هم كله ځواني راته ښكاره كړه 
و موږ ته را ډالۍ كړه بارانونه كنداري

مطربه! د زاهد چي په سجده كي ورته پام سي 
سيتار ته دي ورواچوه تارونه كنداري

راځه چي د ښكلا و طلايي لمر لره پرېوزو 
در وا به چوم غاړي ته لاسونه كنداري

د ستورو په يارۍ كي دي د خيال چټه نصيب سوه 
جرسه! اوس نو ليكه غزلونه كنداري

۱۴/ ۷/ ۱۳۷۹ كندهار پنځمه ناحيه
مغروريبشپړ شعر ولولئ

مغروري

احسان الله جرس

څومره تروه هومره خوږه ده د غمونو مالګه 
ښكلي همېش شيندي پر ماتو زخمي زړونو مالګه
 
سترګي يې ځان لره وربولي او رټي يې شونډي
ملګرو! څونه زور به غواړي پر زخمونو مالګه
 
كه دغه ښكلي څه مغروري او سركښه نه واى
نه به لرلاى سوركو شونډو د خوندونو مالګه
 
دلته منصور غوندي ښاغلي پاتېدلاى نه سي 
د دې وطن خوراك ته لوېږي د بمونو مالګه
 
كه يو ځل بيا څو ټپې راوړي د غيرت ښاپېرۍ 
بيا به جوړيږي په ميوند كي د ننګونو مالګه
 
موږ كنداريان يو د پايلوچي ځوانۍ مينه كوو
غواړو په مينه كي د سترګو د جنګونو مالګه

۵/ ۱۲/ ۱۳۷۹ كندهار
عرشبشپړ شعر ولولئ

عرش

احسان الله جرس

خمار خمار كاته مي د جانان زړه تخنوي
په هغه دم مي اوښكي د ګرېوان زړه تخنوي

هر وخت په غېږ كي نيسم د خيال چټه سپېنه پېغله 
په ګوتو د غزل مي د كاروان زړه تخنوي

د وصل څو جامونه خو و ما ته را تيار كړه 
زاهد وايي جامونه د شيطان زړه تخنوي

ميني هسك اسمان ځو د وصل عرش ته خېژو 
جانانه دا وينا مي هر زمان زړه تخنوي

د ميني په مكتب كي مي د ښكلو مينه زده كړه 
منم غزليز خيال مي د اسمان زړه تخنوي

۱۲/ ۱۱/۱۳۷۸ كندهار
خبريبشپړ شعر ولولئ

خبري

احسان الله جرس

ازل څخه راغلي دي په سترګو كي خبري
و هر چا ته منلي دي په سترګو كي خبري

كه خوله مي راته بنده كړي لاسونه را بسته كړي
خاوند مي را كرلي دي په سترګو كي خبري

صفا، صفا ښكاريږي د هندارو غوندي سپيني
په اوښكو مي پرېولي دي په سترګو كي خبري

د ميني شيش محل كي د خبرو ژبي دوې دي
اغلي او ښاغلي دي په سترګو كي خبري

۹/ ۴/ ۱۳۸۰ كندهار
د ميني درودبشپړ شعر ولولئ

د ميني درود

احسان الله جرس

نور خوښيو كډه كړې بس غمونه مېلمانه دي
د ژوندون په مېلمستون كي مو مرګونه مېلمانه دي

نه د ميني درود پر شونډو نه د حسن غلامي سته 
په وطن كي مو بېځايه رواجونه مېلمانه دي

نه سيتار نه سارنګۍ سته نه د زركو اوازونه 
د ژوندون په هر پړاو كي مو اهونه مېلمانه دي

زلزلې او كه توپان وي بيا به ټوله ما ته هيڅ وي
اوس د ميني پر كاله مي ماښامونه مېلمانه دي

موږ خو وايو چي سهار دى خو تيارو كي لا ويده يو 
د وطن پر زرين هسك مو تندرونه مېلمانه دي

۷/ ۱۲/ ۱۳۷۸ كندهار
بغاوتبشپړ شعر ولولئ

بغاوت

احسان الله جرس

راځئ ملګرو وكړو يو سپېڅلى بغاوت 
سپېڅلى بغاوت چي وي ښاغلى بغاوت
 
نو څه دي كه د ټول جهان خلاف را پورته كېږم 
چي ما غوندي سپېڅلي وي منلى بغاوت
 
زما په اصطلاح هر څه تړلي همت دي
يو څاڅكى هم كولاى سي غښتلى بغاوت
 
زموږ په هر كتاب كي دغه توري دي ليكلي
چي وكړئ نن په ټولو ښايسته، ښكلى بغاوت
 
تخمونه يې د ميني او اوبه يې دي د وصل
زموږ خو په وجدان كي دي كرلي بغاوت
 
زموږ دا سركښي به د سپوږمۍ غوندي وي سپينه 
د ستورو په رڼا مو دى پرېولى بغاوت

۸/ ۸/ ۱۳۸۰ كندهار
د سولي ستوريبشپړ شعر ولولئ

د سولي ستوري

احسان الله جرس

ځيني يې وژني ځيني نورو ته كفن جوړوي
ما ته ښاغلى هغه څوك چي زما وطن جوړوي

څوك د پرديو مزدوران وي او كوي غلامي
ځيني آزاد پيدا او ځان لره مسكن جوړوي

چي خوار او زار او مسافر بلبلان راسي ورته 
رب دي پيدا داسي ماليار كړي چي ګلشن جوړوي

ځيني د سولي ستوري راوړي د وطن لپاره 
ځيني بدمرغه بيا له ځانه آهريمن جوړوي

بس د جرس د زړه ارمان به يو څښتن پوره كړي
هغه څښتن چي و بورا ته نسترن جوړوي

۳/ ۳/ ۱۳۸۰
مينهبشپړ شعر ولولئ

مينه

احسان الله جرس

ربه و ما ته وزرونه راكړه 

چي سم روان د هسك اسمان و لور ته 
له دغو خلكو څخه لري سمه 
او پرواز وكړمه د لمر و كور ته

چي بيا له هغه پورته شنه اسمان نه 
لاندي و دې نړۍ ته وګورمه 
چي يو د بل، بل د بل زړه ماتوي
د وخت و دې لړۍ ته وګورمه

داسي به سترګي ډېري و لغړوم 
چي مينه ووينم نفرت ووينم 
همداسي ټوله موجودات ووينم 
چي دوږخ ووينم جنت ووينم

بيا به د ټولو كايناتو څخه 
له هغه ځايه عكاسي وكړمه 
د ټولو ښه او بد به كړمه مالوم 
دا به له ځانه شهكاري وكړمه

له دغو ټولو اخيستنو نه به 
بس د شاعر غوندي يو شعر وليكم 
چي مركزي ټكى يې مينه وي پس
ټول كاينات به پرې چاپېر وليكم

بيا به نو دغه جوړ كړه سوى شعر 
د اسمان پاكي پرښتې واوري
ځكه 
نه غواړي دغه نفرتي وګړي 
د ميني پاكي كليمې واوري
 
۲۹/ ۳/ ۱۳۸۱ كندهار