پښتو ادب · شاعران
صميم مضمون
د صميم مضمون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
19 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صميم مضمون
توره لونګۍ سپنې جامې صيبه دا کوم مذهب دى
يو لاس کې جام بل کې تسبې صيبه دا کوم مذهب دى
کليمه وايي مسلمان دى اى ساتي خپل وطن
پرې د کافر ټاپې وهې صيبه دا کوم مذهب دى
له مخې غټ او واړه وژنې عجيبه غزا ده
نران او ښځې قتلوې صيبه دا کوم مذهب دى
د خداى بنده ته په مرۍ توبه راکاږې چاړه
سر يې له تنه پرې کوې صيبه دا کوم مذهب دى
سترګې يې پټې کړې له پښو يې ښه مظبوط وتړې
څنګه انسان حلالوې صيبه دا کوم مذهب دى
تورات انجيل زبور قرآن کې خو دا نه دي روا
مسجد او پل چې سوځوې صيبه دا کوم مذهب دى
په خپل بچي آن امريکا کې لوړې زده کړې کوې
او پردي جنګ ته هڅوې صيبه دا کوم مذهب دى
صميم حيران يم د جګړې په سور دې نه پوهيږم
کونډې شوې ټولې پښتنې صيبه دا کوم مذهب دى
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صميم مضمون
اى مړ پکې له ټولو نه اول دى دا څه چل دى
جګړه ده د پښتون پکې اجل دى دا څه چل دى
د تور ټوپک کارتوس د روپۍ لس پکې خرڅيږي
او يو قلم په دې ښارکې په سل دى دا څه چل دى
غازي پکې خاين او د پردو خلکو مزدور دى
بوتل په دغه خاوره کې آتل دى دا څه چل دى
په جنګ کې يې لقب د قهرمان هر ځاى ګټلى
په سائينس کې په درنه تېږه تمبل دى دا څه چل دى
له مخې شاعران دي څوک سنګر څوک زلفې ستايي
د هر سړي په خله باندې غزل دى دا څه چل دى
توبه چې يې پيسې له بيت المال نه پټولې
ولاړ اوس پارلمان ته هغه غل دى دا څه چل دى
عجيبه ده هيڅ زړه راباندې نه خوږوي خدايه
چې وژنې مې هغه سړى مې خپل دى دا څه چل دى
صميمه د چا لاس او د چا پښې پکې پرتې دي
په وينو باندې سور مړه کابل دى دا څه چل دى
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صميم مضمون
مسکۍ شوې راته ښکارې ائېنه کې معززې
زه ګورم چې وهې راته سترګکې معززې
دا څه کوې اى دومره نخرې مه کوه مړ کيږم
مه زړه مې په ټوپو دى په سېنه کې معززې
شکي شومه په تا غټه کوټ ګره راته ښکارې
په غاړه کې ساتې سپينې کونجکې معززې
په مينه کې بنګړي څه چې سرونه هم ماتيږي
توبه په بنګړو مه کوه ترپکې معززې
اى لږه صدقه پکې اوباسه سرې کافرې
ته راکړه کنه اى يو دوه مچکې معززې
نه نه سر سرتور نکړې آزادي په تندروله
بې حده ښکلې ښکارې په پرده کې معززې
جوړه به د خداى ذکر عبادت کوو تاواوريد
تشريف دې ښه دى راوړ په روژه کې معززې
صميمه په غزل کې چې مې نوم نويشته نکړې
په خداى که درته ووهم چک چکې معززې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صميم مضمون
غټ غټ ټيکري درنې درنې راباندې ولګېدې
دا پېغلې څوک دي ډېرې ښې راباندې ولګېدې
ځکه مې وپوښتل له مانه يې مخونه پټ کړل
په خوي خاصيت کې پښتنې راباندې ولګېدې
په ونه دنګې غنم رنګې ته د کوم کلي يې
مړې دا سترګې دې خوږې راباندې ولګېدې
په طبيبانو ډېر زيات وګرځېدم ښه نشوومه
بس سپينې لاړې ستا د خلې راباندې ولګېدې
راته يې بيا وېښتو کې راکاږه مزه يې وکړه
ګلې دا ګوتې دې پستې راباندې ولګېدې
ما هلته مېنه خوروله نو په دغه وجه
د ملا رنګ په رنګ ټاپې راباندې ولګېدې
صميمه لاړمه برباد شووم ژوند مې وبايللو
د چا ازار د چا ښېرې راباندې ولګېدې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صميم مضمون
په دومره اوږود انتظار باندې دې توف لعنت شي
ستا په وعده ستا په انکار باندې دې توف لعنت شي
په تور د مينې يې چينار چينار ځوانۍ په دار کړې
په دې پښتو او په دې کار باندې توف لعنت شي
يو بل ته ژوند نه ورکوي يو له بل ژوند اخلي
د نفرتونو په دې ښار باندې دې توف لعنت شي
دا غټ مجرم دى د د ډېرو خلکو وينې سکلي
دې ټوپک مار اودې خونکار باندې دې توف لعنت شي
تاته يې ، دا تربيا ؛ درکړه چې ، وطن ؛ ورانه وه
اى ستا په مور او ستا په پلار باندې دې توف لعنت شي
په نيمه لار کې دې پريږدي صميمه ورک يې وله
د اوسنۍ زمانې يار باندې دې توف لعنت شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صميم مضمون
د وړي ورځ وه انتـــــــظار باندې ما ولمانځله
نن ستا وعده د ګوتو شمار باندې ما ولمانځله
لمـحه لمـحه مې د دېدن مخې ته تله او راتله
په دې چېنه په دې چــېنار باندې ما ولمانځله
سـتا د ډولـۍ اواز چـې راغى جـانـه هغه ګړۍ
ښـه په نـشه ښـه په خــمار باندې ما ولمانځله
د آرمـــانــونــو جــنازه مـې پـکـې خـښه کړلـه
پـه ننګـرهـار همـېش بهــار باندې مې ولمانځله
د غـم شېبه وه په دې خپل وجود مې ووېشله
ښـه په قــرار ښـه پـه قــرار باندې ما ولمانځله
خلکو دا بس دى کنه ژوند مې ورته وقف کړلو
ددې کـــــوژده وه او پـه دار باندې ما ولمانځله
صميمـه ښـې ډېـرې ډېـوې مې پـکې بلې کړلې
د اخـــتر شــپه سـتا په مزار باندې ما ولمانځله
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صميم مضمون
را يـاده مـې شـوه هسـې يــو خــبره مثلاً
کـه زړه چرته نصيب دې شي ډاکټره مثلاً
د هغو پستو ګـوتـو سره څه کول پکار دي
چـې تـه مـې پـرې پـټۍ کړلې پرهره مثلاً
اى ته د يا قـربان غږ پکې کله کړې جانانه
چـې څـومـره زمـزمـه کړمه سندره مثلاً
تېره تېره بـاڼه به دې په کومې لورې ولې
که زه لـه سـېنې جـوړه کـړمـه زغره مثلاً
په ځمکه به نو دا ناترسه ښه کاڼې را ولي
کــه وخــېژي دا خــلـک چــــرته بره مثلاً
لـه هـغه بـه ته څـنګه انتـقام اخـلې قاضي
دا سر که دې څوک مات کړي په ډبره مثلاً
کابل که چرته کوز اسلام آباد په توپو ولي
بــېا تــه ورســـره څــه کــوې خېبره مثلاً
خوږه ژبه دې ورکړه د پښتو غزل پرې وايي
صمـيم تـه بـه نـور څـه ورکـړې هنره مثلاً
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صميم مضمون
دې ښـــکلو تــه د مــېنې هــېڅ اقرار ونکړې زړه
لـــه ســــره نـــور پــه هــېــچا اعتبار ونکړې زړه
نـــه دا ســـړى لــه تـا سره سپيڅلې مېــنه نکړي
ددې ســـړي پــه تــلو بــانــدې ټېنګار ونکړې زړه
په هغې پسې هر ماښام ښېرې کوه چې مړه شي
خــــو پــــام کـــوه چــې دغې ته ازار ونکړې زړه
بـس صــبر شــه نــور نوم د يــارانې راته وانخلې
بــس نـور تلــل او راتــلل پــه دغه لار ونکړې زړه
يـــوه مـچــکه څــه ده صــدقــه ده نــه کــمېــږې
لـــه دېـــنــه خـــو بېـښـي مـــړه انکار ونکړې زړه
دا کـلى دى خـروار کـېسې بــودې تـرېـنه جوړېږي
د ګـــوتـــو پــــه ســـرو بــانــدې رفتار ونکړې زړه
پــه غــټو غــټو کــاڼــو صــميـم ولــه پــروا نـکړي
د ســترګــو د مــرچـل نـه پــرې ګوزار ونکړې زړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صميم مضمون
رېښتيا کـــه آرامــي شــوه دوه مچــکې درکووم
کــه ســــولـــه دايمي شوه دوه مچــکې درکووم
دا جنګ جګړه که ورکه شوه وطن ته امن راغى
او سمــه قــــــراري شـــوه دوه مچــکې درکووم
نــه اوس خـو دلته يو بل سـره وژني انقلاب دى
چـې ختمه دوښمني شــوه دوه مچــکې درکووم
د تور ټوپک دا نوم نښان که ورک شو نو وعده ده
کـــه ژونـــد ٶ آزادي شــوه دوه مچـــکې درکووم
د غـــم ټغـــر کـــه ټـــول شـو ددې ټــولې ښارئينه
خـوره که پرې خوښي شوه دوه مچــکې درکووم
کــه چـــرتــه مــرور ورونه لـه مونږ سره پخلا شو
کـــه چـــرتـــه ډزبندي شـوه دوه مچــکې درکووم
صميـمه ښــه پـه کلکـه دغــه لـوظ درسـره کــړمـه
چــې کلـه ســوکـالــي شــوه دوه مچــکې درکووم