افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
غټ غټ ټيکري درنې درنې راباندې ولګېدې
دا پېغلې څوک دي ډېرې ښې راباندې ولګېدې
ځکه مې وپوښتل له مانه يې مخونه پټ کړل
په خوي خاصيت کې پښتنې راباندې ولګېدې
په ونه دنګې غنم رنګې ته د کوم کلي يې
مړې دا سترګې دې خوږې راباندې ولګېدې
په طبيبانو ډېر زيات وګرځېدم ښه نشوومه
بس سپينې لاړې ستا د خلې راباندې ولګېدې
راته يې بيا وېښتو کې راکاږه مزه يې وکړه
ګلې دا ګوتې دې پستې راباندې ولګېدې
ما هلته مېنه خوروله نو په دغه وجه
د ملا رنګ په رنګ ټاپې راباندې ولګېدې
صميمه لاړمه برباد شووم ژوند مې وبايللو
د چا ازار د چا ښېرې راباندې ولګېدې