د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صميم مضمون شعرونه

غزل

مسکۍ شوې راته  ښکارې ائېنه کې معززې
زه ګورم چې  وهې  راته  سترګکې معززې

دا څه کوې اى دومره نخرې مه کوه مړ کيږم
مه زړه مې په ټوپو دى په سېنه کې معززې

شکي شومه په تا غټه کوټ ګره راته ښکارې
په غاړه کې ساتې سپينې  کونجکې معززې

په مينه کې بنګړي څه چې سرونه هم ماتيږي
توبه  په  بنګړو   مه  کوه   ترپکې   معززې

اى  لږه  صدقه  پکې  اوباسه  سرې کافرې
ته  راکړه  کنه اى  يو دوه  مچکې  معززې

نه نه سر سرتور نکړې  آزادي په تندروله
بې حده ښکلې ښکارې په پرده کې معززې

جوړه به د خداى ذکر عبادت کوو تاواوريد
تشريف دې ښه دى راوړ په روژه کې معززې

صميمه په غزل کې چې مې نوم نويشته نکړې
په خداى  که درته ووهم  چک چکې معززې
د شاعر نور شعرونه ←