افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
توره لونګۍ سپنې جامې صيبه دا کوم مذهب دى
يو لاس کې جام بل کې تسبې صيبه دا کوم مذهب دى
کليمه وايي مسلمان دى اى ساتي خپل وطن
پرې د کافر ټاپې وهې صيبه دا کوم مذهب دى
له مخې غټ او واړه وژنې عجيبه غزا ده
نران او ښځې قتلوې صيبه دا کوم مذهب دى
د خداى بنده ته په مرۍ توبه راکاږې چاړه
سر يې له تنه پرې کوې صيبه دا کوم مذهب دى
سترګې يې پټې کړې له پښو يې ښه مظبوط وتړې
څنګه انسان حلالوې صيبه دا کوم مذهب دى
تورات انجيل زبور قرآن کې خو دا نه دي روا
مسجد او پل چې سوځوې صيبه دا کوم مذهب دى
په خپل بچي آن امريکا کې لوړې زده کړې کوې
او پردي جنګ ته هڅوې صيبه دا کوم مذهب دى
صميم حيران يم د جګړې په سور دې نه پوهيږم
کونډې شوې ټولې پښتنې صيبه دا کوم مذهب دى