پښتو ادب · شاعران
ډاکتر اسرار
د ډاکتر اسرار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
11 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
د تورو شپو په تورتمونو کې ډېر لرې لاړم
زه په لټون د سحرونو کې ډېر لرې لاړم
ته بې خیالۍ کې زما خواته را نزدې څه شولې
زه دې د خوانه په سوچونو کې ډېر لرې لاړم
ستا به مسکا لکه د گل عادت وي څه خبروم
چې په یقین د گو مانونو کې ډېر لرې لاړم
ستورو مې اورېدې خبرې وار په وار اوده شو
زه د سپوږمۍ نه تپوسونو کې ډېر لرې لاړم
اسراره وایي د دنیا خلق چې مړ شو اسرار
دومره د حسن په خیالونو کې ډېر لرې لاړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
ماته زړگی وایي، لېونی غزل به وایې
بیا د سور سپرلي، د مېکدې غزل به وایې
مرگ د ولولو رانه ، وېرژنې ساندې غواړي
ژوند راته نارې وهي، ژوندی غزل به وایې
ما نه که پوښتنه کړې، زما د شعر ذوقه
بس! د خپلې خاورې، پښتنې غزل به وایې
مادې فال کتلی دی زاهده ، مه قارېږه
اړوې به لاسو کې تسبې، غزل به وایې
ډېرې که زه نوې نغمې راوړمه اسراره
وایي مې یاران، چې پخوانی غزل به وایې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
څه رنگې تیرېږي وخت زما، پوښتنه مه کوه
څه به درته وایمه اشنا، پوښتنه مه کوه
اور دی او په اور کې د ژوندون د پاره هڅه ده
جنگ دی د فنا او د بقا، پوښتنه مه کوه
زه چې ورته گورمه شلېدلي گرېوانونه دي
مانه د گلونو د خندا، پوښتنه مه کوه
ډېر څه مې په زړه دي، خو ویلی درته نه شمه
هسې نه چې خوله مې شي خطا، پوښتنه مه کوه
چا ورځنې وکړو په محفل کې د اسرار تپوس
وې ویل چې وي به څوک له ما، پوښتنه مه کوه
۱۲ می ۱۹۷۶ ډېرو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
په زړه باندې مې بیا د چا یاونه راورېږي
په سر مې لکه کاڼي تېر وختونه راورېږي
خیالیونه د پی مخو د سپوږمۍ په رڼا لامبي
فضا نشه نشه ده شرابونه راورېږي
دزلفو تصور مې دواړه سترگې کړې راډکې
ورېځه چې درنه شي بارانونه راورېږي
قیصه به درته تېره د آدم او د درخو کړم
په خونه د زړگي مې لا اورونه راورېږي
گوزار چې به د گل هم پرې چا کړی نه و چرې
په هغو ښکلو خلکو نن بمونه راورېږي
راځئ چې دا د غم ورېځې ورکې له آسمان کړو
ترڅو به ترې په موږ باندې غمونه راورېږي ؟
۲۵ مارچ ۱۹۷۰ ډېرو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
ستا د وصال ټوله قیصه خوږه ده
که ورځ ده ورځ، که شپه ده شپه خوږه ده
غم دې زما د زړه نه لرې نه ځي
ستا ددې دوو لېونو ښه خوږه ده
ستا د بې نیازه نظر څه ووایم؟
شراب تراخه دي خو نشه خوږه ده
خیر دی که نن مې خوږ اشنا ونه لید
د مازیگر هوا خوږه خوږه ده
پوی شوم چې ولې خلق مینه کوي
د مین زړه د درد مزه خوږه ده
اسراره ستایې چې ښاېست دښکلو
ستا د غزل هر مسره خوږه ده
۲۱ مارچ ۱۹۷۱ هوتي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
غشي د بڼودې برابر لگي
کله مې زړگی کله ځیگر لگي
زه ورته جوړ چا په گوته کړی یم
کاڼی چې راځي زما په سر لگي
زه یې چې هر لوري ته جار باسمه
دا سپېره تندی مې ستا په در لگي
ستا د خوږې ژبې دعا گو یمه
مه کوه ښېرې په ما اکثر لگي
نن چې ورته یا په مینه وکتل
اوس به د اسرار ولې نظر لگي
۲۵ می ۱۹۶۳ پېښور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
اشنا چې په وعده دې اعتبار وکړم که نه
حېران یمه چې بیا دې انتظار وکړم که نه
ای اوښکو، اسوېلو، سوو سلگو د ارمانونو
خندا به درنه هم چرې یو وار وکړم که نه؟
یو څو ځله خزان، د پسرلي جامه کې راغی
اوس بیا یره یقین په دې بهار وکړم که نه
اغیارو راته ووې چې اشنا به دې نن راشي
باور په دې خبرو د اغیار وکړم که نه
اسراره هر دیدن یې زیاتوي د زړه غمونه
حېران یمه چې بیا دیدن د یار وکړم که نه
۲۸ اکتوبر ۱۹۵۸ هوتي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
اشنا چې په وعده دې اعتبار وکړم که نه
حېران یمه چې بیا دې انتظار وکړم که نه
ای اوښکو، اسوېلو، سوو سلگو د ارمانونو
خندا به درنه هم چرې یو وار وکړم که نه؟
یو څو ځله خزان، د پسرلي جامه کې راغی
اوس بیا یره یقین په دې بهار وکړم که نه
اغیارو راته ووې چې اشنا به دې نن راشي
باور په دې خبرو د اغیار وکړم که نه
اسراره هر دیدن یې زیاتوي د زړه غمونه
حېران یمه چې بیا دیدن د یار وکړم که نه
۲۸ اکتوبر ۱۹۵۸ هوتي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
ساقي! څله بندوې د مېکدې ور
لاخو خدای بند کړی نه دی د توبې ور
دزړگي نا قلاري مې د لیدو ده
درزوي مې څه بې واره د سینې ور
دراتلو نه مې خبر شوې نه راوځې
که په تېر کې مې نیولی دی پردی ور
چې گلچین راباندې سیل د گلو بند کړو
راته خلاص کړو د خیالونو گلکدې ور
بدلېدونکې ده دنیا زاهده ټوله
کلک کړه ځان پسې راپورې د کوټې ور
په کوڅه کې دې دربان ته څه حاجت وو ؟
زه دې هسې هم ساتمه د کوڅې ور
د اسرار په زړه کې راشي، جوړ ته راغلې
چې هوا چرته رالرې کړي د شپې ور
۱۷ جون ۱۹۶۷ هوتي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکتر اسرار
څه مې چې زړه غواړي هغه نه کېږي
څه وکړمه خدایه دا به څه کیږي
بیا رغاونډوم ذرې ذرې د زړه
بیا مې د اشنا دیدن ته زړه کېږي
کا د ژبې نه دی ځکه گونگه شي
مینه کې خبرې په لېمه کېږي
نه یمه خفه په نه راتلو د یار
وژني مې داغم چې اوس به څه کېږي؟
سترگې حیاناکې دې هېڅ نه وایي
زړه دې شرارت ته د باڼه کېږي
زړه خو دا خپل ځان گڼم د ځان حریف
ما سره چې بد کېږي ډېر ښه کېږي
گرانه ده اسراره چې به یو شو موږ
څو چې مو ترمنځه "زه" او "ته" کېږي
۷ جولایي ۱۹۷۳ ډېرو