افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
اشنا چې په وعده دې اعتبار وکړم که نه
حېران یمه چې بیا دې انتظار وکړم که نه
ای اوښکو، اسوېلو، سوو سلگو د ارمانونو
خندا به درنه هم چرې یو وار وکړم که نه؟
یو څو ځله خزان، د پسرلي جامه کې راغی
اوس بیا یره یقین په دې بهار وکړم که نه
اغیارو راته ووې چې اشنا به دې نن راشي
باور په دې خبرو د اغیار وکړم که نه
اسراره هر دیدن یې زیاتوي د زړه غمونه
حېران یمه چې بیا دیدن د یار وکړم که نه
۲۸ اکتوبر ۱۹۵۸ هوتي