پښتو ادب · شاعران
ممتاز اورکزی
د ممتاز اورکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
شعرونه
47 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
چاته د سترگو کوم پيغام
په آينې لگوي
چې د رنجو نقطې مدام په
آينې لگوي
داسې څوک نشته چې خپل
مخته به بدرنگ ووايي
خو داسې ډېر دي چې الزام
په آينې لگوي
ستا گرمې گرمې ساه ته خړه
خړه پاتې شوله
ځواني دې تبه د سرسام په
آينې لگوي
څوک دي غزله چې ستا مخ له
مانه پټ وساتي؟
څوک دي قدغن چې د الهام
په آينې لگوي
ممتازه دا به ورنه خپل
ښايست خراج غوښتی وي
چې تکې سرې شونډې گلفام
په آينې لگوي .
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
يو سړي ته بې وعدې يمه ښه
نه يم
نن ملگرو بې مزې يمه ښه
نه يم
د تا سترگې مې د سترگو نه
پنا دي
نشه يي يم بې نشې يمه ښه
نه يم
ښه! پرون خو تانه لرې وم
ښه نه وم
نن خو تا سره نږدې يمه ښه
نه يم
اوس به ډوب وای خوبولی که
زه ښه وای
راوتلی چې د شپې يمه ښه
نه يم
پخپل شعر مې تبصره دا ده
ممتازه
چې بس لږ ډېر ورنږدې يمه
ښه نه يم .
الوداعبشپړ شعر ولولئ
الوداع
ممتاز اورکزی
یوڅـــوورځې به مـې زړه
خپـــه خپــه وي
خـــونــــد به نه
راکــــوي چاســــره
خـبرې
یوڅوورځې به مې زړه
هرچـانه مـوړ وي
یوڅـــوورځې به
هرچــــانه ګـــــرځم
لـرې
یوڅـــــوورځې به مې
پــــام نه غلطــــېږي
دیارانـــوپه محفــــل
کـې به هـــم تنـــګ یم
په وړه وړه کیــــسه
بانـــدې به تـاوخـــورم
هېڅ بې هېڅه به له ځـان
ســره په جنـګ یم
یوڅــــوورځـــې به
جــــانانه بې
کـــــراریم
یوڅوورځې به ســـګرېټ
یــوبل پسې څـکم
یوڅـــوورځــــې به مې
تنــــده نه مـــاتېږي
که څـــوډېرې دمنــــګي
اوبه ســــړې څښم
یوڅــوورځې به دې ډېـــر
ډېــــر یــادومــه
وچې شونډې اولنـــدې
ســترګې به ګـــرځم
یوڅـــوورځـې به
هــرچـــانه ګیــــله من
یم
ژړغونې تکې ســرې ســترګې
بـه ګـــرځم
یوڅــوورځې چې شي تېرې
تلـونکیــه یاره
ســتاپه غـــم به
نـــــورغمـــونه زورورشي
مــــا به وبـــــاسي د
تــــا د یــــاد لـــه
کاره
پـــدې کاربــه
نــــورکارونـــه زورور
شـي
ستاله خیاله به مې ورو
وروکړي بې خیاله
مابه ځـــان سره رون
کــــړي دځـــان فکر
ستاله غمـه به مې ورو ورو
کړي بې غمـه
تـــورجـــادوبه شــي د
ســـود اودزیان فکر
په کـټ کـټ به
دیــــارانوســــــره
خانـــــدم
ستاغمـــــونه به
اریـــــان دریــان ولاړ
وي
زمـــا پـام به وي غلـــط
په نــــوروچـــارو
ســـــتايادونــه به
اریـــان دریــان ولاړ وي
ته چې تللــــی وې اول
داســـــې و شـــوي
ته چـې نن روان یې بیـــا
داسې به کـــېږي
ځــه ورځـــــه یاره لـه
مخـــه دې رڼا شـــه
زړه خپــــه نکــــړې
پرما داسې به کـېږي.
جنگبشپړ شعر ولولئ
جنگ
ممتاز اورکزی
په کراچۍ وزيرستان کې جنگ
دی
په پښتنو په پاکستان کې
جنگ دی
دا په تاوان مين جنگ نه
بندوي
هر څو که هر څومره تاوان
جنگ دی
زما د جنگ د جرم څه سزا
ده؟
زما خو ځان سره په ځان کې
جنگ دی
د سر ساتلو د ځای څه
امکان دی؟
مونږ نښلولی په ميدان کې
جنگ دی
يو ځای ممتازه د سړيو جنگ
دی
بل ځای اخبار کې او بيان
کې جنگ دی .
ط³ط¨ط§بشپړ شعر ولولئ
ط³ط¨ط§
ممتاز اورکزی
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ ط³طھط§ ظ„ع©ظ‡ ط¯ ظˆط§ظˆط±ې
ط³ظ¾ظٹظ†ظ‡ ط®ظˆظ„ظ‡ ظˆظٹ ع©ظ‡ ظ†ظ‡طں
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ ط²ظ‡ طھږی ط¯ طھط§ ط¯
ط¯ظٹط¯ظ† ظٹظ… ع©ظ‡ ظ†ظ‡ ظٹظ…طں
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ ط³طھط§ ط¯ طھط³ظ„ۍ ډع©ظ‡
ظ…ظˆط³ع©ط§ ظˆظٹ ع©ظ‡ ظ†ظ‡طں
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ ط²ظ‡ ط¯ط§ط³ې ط¯ظ„ع¯ظٹط± ط§ظˆ
ط؛ظ…ط¬ظ† ظٹظ… ع©ظ‡ ظ†ظ‡ ظٹظ…طں
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ طھظ‡ ط¯ط§ط³ې ط؛ظ†ظٹ ط¯
ښع©ظ„ط§ ظٹې ع©ظ‡ ظ†ظ‡ ظٹېطں
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ ط²ظ‡ طھط§طھظ‡ ظ†ظٹظˆظ„ې ظ„ظ…ظ†
ظٹظ… ع©ظ‡ ظ†ظ‡ ظٹظ…طں
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ طھظ‡ ط¯ ټظˆظ„ظˆ ط®ظ„ع©ظˆ
ط§ط´ظ†ط§ ظٹې ع©ظ‡ ظ†ظ‡ ظٹېطں
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ ط²ظ‡ ط¯ ټظˆظ„ظˆ ط®ظ„ع©ظˆ
ط¯ظˆښظ…ظ† ظٹظ… ع©ظ‡ ظ†ظ‡ ظٹظ… طں
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ ط®ط¯ط§ی ط®ط¨ط± ظ…ط§ ظ¾ېعکظ†ې
ع©ظ‡ ظ†ظ‡ ظ¾ېعکظ†ېطں
ط³ط¨ط§ ط¨ظ‡ ط®ط¯ط§ی ط®ط¨ط± ظ¾ظ‡ طھط§ ط²ظ‡
ظ…ظٹظ† ظٹظ… ع©ظ‡ ظ†ظ‡ ظٹظ… طں
پښتونخوابشپړ شعر ولولئ
پښتونخوا
ممتاز اورکزی
د عظيم خوب عظيم تعبير
پښتونخوا
د لوی معمار شهکار تعمير
پښتونخوا
پښتانه ټول لکه يو ښکلی
وجود
ددې وجود دی د ملا تير
پښتونخوا
غليمه پام چې تېر قدم
وانخلې
پښو ته دې پرېوتو زنځير
پښتونخوا
هضم يې نه کړو که خوړلی
يې و
زما ميراث زما جاگير
پښتونخوا
نه به د لوی خيبر نظير
پيدا شي
نه به هيڅ ولري نظير
پښتونخوا
نن هغه څوک د ځان په وير
اخته دي
چاچې لړلی وو په وير
پښتونخوا
خدايه د خوار هم پکې ژوند
بدل کړې
ټوله دې نه شي د امير
پښتونخوا
جنت کې گرځي ابدالي
ممتازه
ښايي هر چاته يو تصوير
پښتونخوا .
لر او بربشپړ شعر ولولئ
لر او بر
ممتاز اورکزی
پښتانه چې څوک په لر او
بر کې وېشي
خدايه لر او بر يې ووېشې
چې ورک شي
چې درنښت مو د يوالي کتی
نه شي
خدايه باد يې کړې بڼه بڼه
چې سپک شي .