د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

پښتونخوا



د عظيم خوب عظيم تعبير پښتونخوا
د لوی معمار شهکار تعمير پښتونخوا

پښتانه ټول لکه يو ښکلی وجود
ددې وجود دی د ملا تير پښتونخوا

غليمه پام چې تېر قدم وانخلې
پښو ته دې پرېوتو زنځير پښتونخوا

هضم يې نه کړو که خوړلی يې و
زما ميراث زما جاگير پښتونخوا

نه به د لوی خيبر نظير پيدا شي
نه به هيڅ ولري نظير پښتونخوا

نن هغه څوک د ځان په وير اخته دي
چاچې لړلی وو په وير پښتونخوا

خدايه د خوار هم پکې ژوند بدل کړې
ټوله دې نه شي د امير پښتونخوا

جنت کې گرځي ابدالي ممتازه
ښايي هر چاته يو تصوير پښتونخوا .
 

د شاعر نور شعرونه ←