د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

غزل



چاته د سترگو کوم پيغام په آينې لگوي
چې د رنجو نقطې مدام په آينې لگوي

داسې څوک نشته چې خپل مخته به بدرنگ ووايي
خو داسې ډېر دي چې الزام په آينې لگوي

ستا گرمې گرمې ساه ته خړه خړه پاتې شوله
ځواني دې تبه د سرسام په آينې لگوي

څوک دي غزله چې ستا مخ له مانه پټ وساتي؟
څوک دي قدغن چې د الهام په آينې لگوي

ممتازه دا به ورنه خپل ښايست خراج غوښتی وي
چې تکې سرې شونډې گلفام په آينې لگوي .
 

د شاعر نور شعرونه ←