د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

الوداع



یوڅـــوورځې به مـې زړه خپـــه خپــه وي
خـــونــــد به نه راکــــوي چاســــره خـبرې

یوڅوورځې به مې زړه هرچـانه مـوړ وي
یوڅـــوورځې به هرچــــانه ګـــــرځم لـرې

یوڅـــــوورځې به مې پــــام نه غلطــــېږي
دیارانـــوپه محفــــل کـې به هـــم تنـــګ یم

په وړه وړه کیــــسه بانـــدې به تـاوخـــورم
هېڅ بې هېڅه به له ځـان ســره په جنـګ یم

یوڅــــوورځـــې به جــــانانه بې کـــــراریم
یوڅوورځې به ســـګرېټ یــوبل پسې څـکم

یوڅـــوورځــــې به مې تنــــده نه مـــاتېږي
که څـــوډېرې دمنــــګي اوبه ســــړې څښم

یوڅــوورځې به دې ډېـــر ډېــــر یــادومــه
وچې شونډې اولنـــدې ســترګې به ګـــرځم

یوڅـــوورځـې به هــرچـــانه ګیــــله من یم
ژړغونې تکې ســرې ســترګې بـه ګـــرځم

یوڅــوورځې چې شي تېرې تلـونکیــه یاره
ســتاپه غـــم به نـــــورغمـــونه زورورشي

مــــا به وبـــــاسي د تــــا د یــــاد لـــه کاره
پـــدې کاربــه نــــورکارونـــه زورور شـي

ستاله خیاله به مې ورو وروکړي بې خیاله
مابه ځـــان سره رون کــــړي دځـــان فکر

ستاله غمـه به مې ورو ورو کړي بې غمـه
تـــورجـــادوبه شــي د ســـود اودزیان فکر

په کـټ کـټ به دیــــارانوســــــره خانـــــدم
ستاغمـــــونه به اریـــــان دریــان ولاړ وي

زمـــا پـام به وي غلـــط په نــــوروچـــارو
ســـــتايادونــه به اریـــان دریــان ولاړ وي

ته چې تللــــی وې اول داســـــې و شـــوي
ته چـې نن روان یې بیـــا داسې به کـــېږي

ځــه ورځـــــه یاره لـه مخـــه دې رڼا شـــه
زړه خپــــه نکــــړې پرما داسې به کـېږي.
 

د شاعر نور شعرونه ←