د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ممتاز اورکزی شعرونه

جنگ



په کراچۍ وزيرستان کې جنگ دی
په پښتنو په پاکستان کې جنگ دی

دا په تاوان مين جنگ نه بندوي
هر څو که هر څومره تاوان جنگ دی

زما د جنگ د جرم څه سزا ده؟
زما خو ځان سره په ځان کې جنگ دی

د سر ساتلو د ځای څه امکان دی؟
مونږ نښلولی په ميدان کې جنگ دی

يو ځای ممتازه د سړيو جنگ دی
بل ځای اخبار کې او بيان کې جنگ دی .
 

د شاعر نور شعرونه ←