پښتو ادب · شاعران
سعيد زابلى
د سعيد زابلى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
لكه د ښكلې مخ، محدود زه تر نقابه ښه يم
دې زمانه كې پټ د خلګو له حسابه ښه يم
ګوندې كوڅو كې څوك د ژوند له رازه وپوهوم
جومات دې ستا وي زه محروم له دې ثوابه ښه يم
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غز لبشپړ شعر ولولئ
غز ل
سعيد زابلى
چې پر ما دې پېرزو نه دغه غمى دى
وايه كوم بختور وړى ستا زړګى دى
ستا و شونډو ته يې خوله كې اوبه راشي
دا راغلى له صحرا ساده سړى دى
اوس هغه زمانه نشته لېونيه
چا ويل چې يار له ياره سپيلنى دى
و پردو ته يې دي كښته سترګې زيړې
خو په كور دننه څومره ستر زمرى دى
نور د جنګ سندرې وايي حماسي دي
خو سعيد ګوره د ښكلو لېونى دى
غز لبشپړ شعر ولولئ
غز ل
سعيد زابلى
زما ولس وطن ګلاب، كم تر كشمير نه لري
هرڅه لري، مګر بدبخته دى امير نه لري
د دې وطن له دې حالاتو معلوميږي داسي
لكه چې دلته يو څوك هم زره ضمير نه لري
څڼې دې بل زيارت ته يوسه اې ملنګه اشنا
ستا وخوبونوته هيڅوك دلته تعبير نه لري
په دې مالت كې داسې ښكلى چرې نه شې مونداى
چې بلا زړونه به ضرور د چا اسير نه لري
چې بې د ښكلو پر زړو چك لكه سيتار لګاوه
اوس دې غزل سعيده هغه شان تاثير نه لري
غز لبشپړ شعر ولولئ
غز ل
سعيد زابلى
لكه ږلۍ پر ګلابونو د صحرا روانه
د دې وطن پر خلاف څومره ناروا روانه
خدايه په كومه ګنا موږ يو درته پړه راغلي
چې د زخمي لپو د عا مو بې مانا روانه
نن په محفل كې څه عجيبه راته ته ښكاره شوې
لاس مې در وړاندې په دې شك كړو چې مينا روانه
ستا او سپوږمۍ ترمنځ ودې راز ته حيران پاتې شوم
ته وې ويده، مګر ترمينځ مو وه رڼا روانه
سعيده زما له دغو خلكو شي په دغه ګيله
دوى چرته لاړو او پر كومه ده دنيا روانه
غز لبشپړ شعر ولولئ
غز ل
سعيد زابلى
د ننګ ناموس چې چا لوټمار كړى دى
موږ په هغو خلكو اعتبار كړى دى
خدايه دا ستا په دومره لوى جهان كې
تا پنجابى پر موږ بادار كړى دى
قام كې خو ټوله برابر غوندي وي
موږ كې، نواب، بل دې سردار كړى دى
رقيبه ووايه د خداى په نامه
تا نو بيا كوم د سړي كار كړى دى
د فطرت خلك په كې نه شي مونداى
سعيد نفرت ځكه له ښار كړى دى
غز لبشپړ شعر ولولئ
غز ل
سعيد زابلى
را باندې اوري يو ارمان جانانه
دا ستا له سترګو په ايمان جانانه
ته مې په خوا كې يې عجيبه دا ده
خو زه بيا هم يمه پرېشان جانانه
تعريف د ژوند د فلسفې كه غواړې
ودان په مينه دا جهان جانانه
د غزل راز چې له هرڅه را اخلم
ته په هرڅه كې يې خندان جانانه
بې تا سجدې سعيد د زړه په زور كړم
زما شيرين افغانستان جانانه
خدايه ياد مې دي تراوسهبشپړ شعر ولولئ
خدايه ياد مې دي تراوسه
سعيد زابلى
خدايه ياد مې دي تراوسه
زما په ذهن كې تصوير دي
سپين ګلونه د نرګيس و
هاغه وخت مې ښه پر زړه دى
كه به هر څومره تيارې وې د ژوند لارې
خو زما مخ ته رڼا به وې دالارې
خدايه!ِ زه دې وايه څومره ګناګار يم
چې دې واخستل زما له سره دواړه
د موركۍ خواږه لاسونه
پښتونبشپړ شعر ولولئ
پښتون
سعيد زابلى
خونه د پښتون چې په كې لويه خدايه ړنګه ده
دا دنيا دي اور واخلي او دا دنيا بدرنګه ده
ولې ويني، ويني كندهار او پېښور زموږ
ولې مو د جبر زمانې ته ژبه ګونګه ده
څو به انقلاب وي او ترڅو به ورور وژنه وي
دا جنتي سيمه او تبا تبا له جنګه ده
پېغلې د عربو او پنجاب په خولو پايي زموږ
دلته پښتنه پېغله ساده ګرځي ملنګه ده
ستا د ميو زور ښكلې، سعيد چې راندانه ګرځم
چاوې چې مستې مې يا له ميو يا له بنګه ده
غز لبشپړ شعر ولولئ
غز ل
سعيد زابلى
لكه زاهد وځان ته ناست يمه خلوت لرمه
ډېره موده يې په ښكلا كې رياضت لرمه
دا ښاري پېغلې مې پر زړه باندې چك نه لګوي
زه كليوال ژڼى ساده غوندي فطرت لرمه
ګناهګار يم خو دومره نه يم چې له لارې وځم
د شپې ناوخته د غزلو امامت لرمه
ستا په كتو را باندې سل زره رنګونه اوري
جار دې له سترګو څه ښاغلى محبت لرمه
په دغه وخت كې چې سعيد له بلا امن لرم
دعا د مورجاني بلا بلا رحمت لرمه
غز لبشپړ شعر ولولئ
غز ل
سعيد زابلى
چا چې ولس سره په غم كې خواخوږي كړې ده
زموږ په زړونو يې بې تاجه پاچاهي كړې ده
چې د ځان ګټي كړي قربان د خپل ولس له ګټو
بې شكه دې سړي په حقه سرداري كړې ده
رقيب مالت كې څه وړه خبره نه وه دغه
د زړه په زور مې د هغې جنۍ ياري كړې ده
د ورور و مرګ ته يې كاړتوس دې بې پيسو راكړي
د نړۍ خلګو چې له موږ سره ځواني كړې ده
سعيده چرته چې په مينه وي د كفر فتوا
داسې ماحول كې موږ خوارانو زندګي كړې ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سعيد زابلى
د كلي سوې چيغې اوس تر زړه ور ورسېدې
لمبې د جنګ چې يې د ښار تر وره ور ورسېدې
يه شرمېدلې، يه د بل وطن غلام تربوره
و خپلو خلكو ته په كومه ښه ور ورسېدې
عقل دى ښه، مګر په مينه كې نا چله سيكه
د بخت قربان شم يار ته هم په ده ور ورسېدې *
د زړه ګلدان كې مې د هيلو غوټۍ بيا تازه شوې
ښكلې دا ستا چې د ويصال اوبه ور ورسېدې
مشره ياديږې دي يو وخت كه دې له ياده وتي
واك ته زموږ پر دې سپيره اوږه ور ورسېدې
سعيده دومره مې غرور دى خاورې شوى چې اوس
رقيب پوښتم، يار ته په څه پلمه ور ورسېدې