د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سعيد زابلى شعرونه

غز ل

 لكه ږلۍ پر ګلابونو د صحرا روانه

 د دې وطن پر خلاف څومره  ناروا روانه

خدايه په كومه  ګنا موږ  يو درته  پړه  راغلي 
چې د  زخمي لپو د عا مو  بې  مانا روانه 

نن په  محفل كې څه عجيبه راته ته ښكاره شوې
لاس مې در وړاندې په دې شك كړو چې  مينا روانه

ستا او سپوږمۍ ترمنځ ودې راز  ته حيران پاتې شوم
ته وې ويده، مګر ترمينځ مو وه رڼا روانه 

سعيده زما له دغو خلكو شي په دغه ګيله 
دوى چرته لاړو او پر كومه ده دنيا روانه 
 
د شاعر نور شعرونه ←